Afghan Wireless Logo
زمونږ په هکله

مطبوعاتي اطلاعیه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د (3.75G +g) خدمتونه پیلوي

هغه مخابراتي شرکت چې افغانستان ته یې د پراخه بانډ ګرځنده ټیلیفون رښتیني خدمتونه راوړل

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د افغانستان د لومړني مخابراتي شرکت په توګه د خپلې پراخه (2G) شبکې په لرلو او زما پیسې (موبایل منی) د بریالیو خدمتونو په وړاندې کولو سربېره، د لومړنۍ مخابراتي کمپنۍ په توګه افغان پېرودونکو ته د پراخه بانډ ګرځنده ټیلیفون د رښتینو خدمتونو په درشل کې، نن ورځ د کابل په ښار کې د (3.75G +g) آسانتیاوې پیلوي چې د افغانستان په مخابراتي سکټور کې خپل مخکښ توب ته ادامه ورکړي.

له دې پرمختګ سره جوخت د افغان بیسیم وړاندې کولو خپله مخابراتي شبکه د کابل ښار په کچه د یو نړیوال مخکښ قراردادي لخوا د نوې او معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو سره په پوره توګه بیارغولې ده، په دې کار سره افغان بیسیم د هېواد په کچه یواځنی مخابراتي شرکت دی، چې د کابل ښار په خپلو ټولو مخابراتي سایتونو کې د (Dual Carrier-HSPA+ or High Speed Packet Access Plus) نوې تکنالوژۍ کاروي. دا خــدمـــــــــــتونه د (Dual Carrier-HSUPA or High Speed Uplink Pocket Access) له لارې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د یوه مخابراتي سایت په کچه تر (42Mbps) پورې د معلوماتو د لېږدونې چټکتیا برابروي او په کابل ښار کې خپلو پېرودونکو ته د (3G) انټرنټ چټکه آسانتیا وړاندې کوي.

همدارنګه افغان بیسیم د (3G) خدمتونو د وړاندې کولو په څنګ کې د  انټرنټ پروټوکول  شپږم ورژن (IPv6) هم پلی کوي چې دا به دا شرکت د افغانستان په کچه یو ځل بیا د ټولو مخابراتي شرکتونو په منځ کې نور هم مخکښ او ځانګړی کړي.

د دې آسانتیا د برابرولو په مټ افغان بیسیم کولی شي چې یو کس یا ادارې ته یو عام (IP) آدرس ورکړي چې هغه ته به د نړۍ له هر ګوټ څخه لاسرسی کېدای شي او په کارولو سره به یې د افغان بیسیم پېرودونکي وکولی شي، چې په ډېره آسانۍ فایلونه شریک کړي، انلاین لوبې وکړي، معلومات ترلاسه کړي یا واستوي او یا داسې نور.

ښاغلي امین رامین د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس په دې هکله داسې وویل:” مونږ له یوې لسیزې راهیسي د افغانستان په مخابراتي سکټور کې مخکښ یاستو او په دې ویاړو چې د نړیوالو معیارونو سره سم په افغانستان کې د پراخه بانډ ګرځنده ټیلیفون د خدمتونو په وړاندې کولو کې لومړنی یاستو. مونږ په دې ډېر خوښ یو چې خپلو پېرودونکو ته د کابل په ښار کې دا ډول پرمختللي خدمتونه وړاندې کوو، که څه هم دا خدمتونه د انټرنټ کارونه، انلاین لوبې او یا د ودیوګانو  لیدنه په (SD) یا (HD) فارمټ کې وي. مونږ ډاډمن یاستو چې ډېر ژر به زمونږ پېرودونـــــــــــکو ته د (3.75G +g) ټکنالوژۍ او پراخه بانډ رښتینې ښېګنې، اسانتیاوې  او لوړه چټکتیا څرګنده شي.”

ښاغلي رامین زیاته کړه: “مونږ له (2G) نه (3G) ته د خپلې شبکې د لېږدونې په ترڅ کې د خپلو انټرنټي آسانتیاوو ظرفیت هم د ټول هېواد په کچه لوړ کړی دی او په کابل ښار او د هغه شا او خوا سیمو کې مو د خپلې شبکې د لېږدونې ځواک په پوره توګه زیات کړی دی، چې وکولی شو د هغې له لارې په ډاډمنه توګه د زیاتو معلوماتو د لېږد وړتیا چې د پراخه بانډ ټیلیفون خدمتونو لومړنۍ اړتیا ده، په خپله شبکه کې رامنځ  کړو. د دې کار له لارې موږ وکولی شول چې په 24 ساعته توګه د اووني په 7 او د کال 365 ورځو کېد خپلې شبکې له لارې په پوره چټکتیا او لوړ کیفیت سره د معلوماتو لېږدونه شونې کړو.”

 

افغان بیسیم هوډ لري چې د دې خدمتونو لمن د هېواد نورو سیمو او لویو ښارونو ته هم وغزوي او داسې یې پتېلې ده چې د 2015 زېږدیز کال په لومړۍ څلورمه کې به د کندهارپه ښار کې (3.75G +g) خدمتونه پیلوي. د  2015 زېږدیز کال تر پایه پورې به د دې خدمتونو لمن د هېواد ټولو نورو لویو ښارونو ته هم وغزول شي.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube