Afghan Wireless Logo
Search

افغان بيسيم مخابراتي شرکت له پوهنې وزارت سره تړون لاسليک کړ

افغان بيسيم مخابراتي شرکت په هېواد کې د لومړني مخابراتي شرکت په توګه، تل د پرمختللې مخابراتي او ارتباطي ټکنالوژۍ د برابرولو په هڅه کې دی، ترڅو له دې لارې وتوانېږي، خپلو هېوادوالو ته زياتې آسانتياوې برابرې کړي.

موبايل مني يوه پديده ده، چې د نړۍ په زياتو هېوادونو کې رايج ده او زيات خلک يې له ګټو برخمن دي. افغان بيسيم مخابراتي شرکت هم توانېدلی، چې د موبايل له لارې د پيسو د لېږدولو فعاليت جواز، د 2014 کال په جون مياشت کې، د افغانستان له مرکزي بانک ترلاسه کړي.

افغان بيسيم موبايل مني کمپنۍ (زما پيسې)، له 2013 کال راهيسې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په چوکاټ کې رامنځته شوې ده، چې د مالي خدمتونو په برخه کې فعاليت کوي. دغه دفتر تل د هېوادوالو د اړتيا سره سم، له ملي او نړيوالو بنسټونو سره تړونونه لاسليک کوي.

MG_0073

داځل هم افغان بيسيم موبايل مني کمپنۍ (زما پيسې)، د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره، له پوهنې وزارت سره تړون لاسليک کړ. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې ترسره شوه، ښاغلي امين رامين؛ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رئيس، انجينير ولي محمد سلطاني؛ په افغان بيسيم شرکت کې د افغانانو لپاره د پرمختيايي مرکز رئيس، شهزادګل آريوبي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير، سيداحمدشاه سادات؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معين، ضياء الدين ذهين؛ د آسان خدمت دفتر سرپرست، خليل پوپل؛ د آسان خدمت دفتر سترتخنيکي سلاکار، د پوهنې وزارت استازو او ژورنالیستانو ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير؛ شهزاد ګل آريوبي وويل: “افغان بيسيم مخابراتي شرکت نن ورځ، يو مهم قدم واخېست، چې په مرسته به يې د موبايل له لارې د معاشونو ورکړه ترسره شي. ”

نوموړي وويل: “نن ورځ مونږ له افغان بيسيم مخابراتي شرکت سره تړون لاسليک کړ، چې پر مټ به يې د هېواد په درې وو ولايتونو؛ فراه، ننګرهار او پروان کې د پوهنې وزارت 30000 ښوونکي او کارکوونکي وتوانېږي، چې خپل معاشونه د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د موبايل مني خدمتونو په مرسته ترلاسه کړي. ”

ښاغلي آريوبي زياته کړه: “ددې تړون له لاسليک کېدو وروسته به افغان بيسيم مخابراتي شرکت، د اړوندو ولايتونو ټول ښوونکي او کارکوونکي، په بايومټريک سېسټم کې ثبت کړي. له دې وروسته به ټولو هغو ستونزو ته چې د خيالي ښوونکو او کارکوونکو د شتون له کبله رامنځته شوې وې، د پای ټکی کېښودل شي. ددې تړون پر بنسټ به ښوونکي وکولای شي، چې هره مياشت د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د موبايل مني خدمتونو له لارې، هر وخت چې وغواړي، خپل معاشونه ترلاسه کړي او ددې تړون له کبله به زمونږ په زياتو کارونو کې روڼتيا رامنځته شي. همدا رنګه نورې ستونزې به هم په بشپړه توګه حل شي او مونږ پلان لرو، چې په راتلونکي کې ټول افغانستان په دې پروسه کې شامل کړو.”

افغان بيسيم موبايل مني کمپنۍ (زما پيسې)، يواځې په کابل کې نه، بلکې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم زيات کاروونکي لري، چې له کابل راوروسته، په کندهار، هرات او جلال آباد کې زيات کاروونکي لري او د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له خدمتونو ګټه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې افغان بيسيم موبايل مني کمپني (زما پيسې)، له ارګانونو سره مرسته کوي او هغوی ته ددې لاس رسي زمينه برابروي، چې د هېواد له لرو پرتو سيمو خپلې پيسې ترلاسه کړي. د افغان بيسيم موبايل مني سېسټم، د پيسو د لېږد لپاره يو خوندي سېسټم دی او په همدې دليل سازمانونه غوره ګڼي، چې له دې پرمختللي او په ورته وخت کې ډاډمن سېسټم څخه ګټه واخلي.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube