Afghan Wireless Logo
Search

افغان بيسيم مخابراتي شرکت په افغانستان کې د روسیې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ملاتړ کوونکی

کابل، افغانستان – د مېپنځلسمه-2018– د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (َAWCC)

(www.afghan-wireless.com). د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت، د موبايل مخابراتي خدمتونومؤسس اوبنسټ اېښودونکی، خپلو پېرودونکو ته خبر ورکوي، چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري په افغانستان کې د روسیې د ۲۰۱۸ فوټبال نړیوال جام سیالیو ملاتړ کوونکي په توګه ونومول شو.

افغان بېسیم او د هغه رسنیز ملګری، آریانا ټلویزیون(www.arianatelevision.com)په افغانستان کې د روسیې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالۍ په رسمي او قانوني بڼه خپروي. آریانا افغانستان ته د فیفا نړیوال جام رارسېدل لمانځي، د فوتبال دا په زړه پورې سیالۍ به له آریانا ټلویزیوني شبکې څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه په خپلو ژبو خپریږي.

روسیه د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربنه ده، د افغان بېسیم پنځه میلیونه پېرودونکي او د آریانا ټلویزیوني شبکې پنځه ویشت میلیونه لیدونکي کولای شي چې د فوټبال دا په زړه پورې نړیوالې سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

یادې سیالۍ د روسیې په ګوټ ګوټ لکه؛ ایکتیرینګ بورګ، کلینینګراډ کازان، مسکو، نژنی نووګوروډ، روستوف آن ډون، سمارا، سرانسک، سوچي، سینټ پیټرزبورګ او والګوراډ کې کېږي.

ښاغلي امين رامين؛د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رييس وویل: “د روسیې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ملاتړ کوونکي په توګه د افغان بېسیم نومونه،د افغان بېسیم د ښه مشرتابه استازیتوب کوي”. نوموړي وویل: “افغان بېسیم ویاړي او ژمن دی چې په هره برخه کې د خپلو پېرودونکو ملاتړ وکړي او دا دی اوس د روسیې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو ملاتړ آزمايي”.

 

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)(www.afghan-wireless.com)د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، افغان بيسیم مخابراتي شرکت له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5Gخدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونهوړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونوله425 بیسیم شبکو سرهنړیواله مخابراتي ملګرتیا لرياو په ۲۰۰۲ ز. کال کې ؛ ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com)له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړه.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube