Afghan Wireless Logo
Search

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د بیات ګازي برېښنا شرکت ترمنځ د برېښنا تړون لاسلیک شو

د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو په جوزجان ولایت کې پرانستل کيږي او له ۱،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو افغان کورنیو او سوداګرو ته برېښنا چمتو کوي

کابل، افغانستان – د ۲۰۱۸ کال د اپرېل لومړۍ بیات بنسټ (www.bayat-energy.com) ، په افغانستان کې ستر خصوصي غیرانتفاعي بنسټ چې د روغتیا، ښوونې روزنې، ټولینزې پراختیا له پاره کار کوي دا دی اوس د ګازي برېښنا خدمات وړاندې کوي، ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د بیات بنسټ تړون لاسلیک کړ او بیات ګروپ مشر،  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو چې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې موقعیت لري.

په هغه رسمي غونډه کې چې په همدې موخه، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ښاغلي امان الله غالب د افغانستان برېښنا شرکت مشر او ډاکتر احسان الله بیات د بیات برېښنا خاوند، د بیات ګازي برېښنا پروژې د لومړي پړاو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې آغلې نرګس په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر قیومي ، په اقتصادي او بانکي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي اجمل احمدي، ګڼ شمیردولتي چارواکو، د رسنیو استازو او میلمنو ګډون کړی وو.

د دې تړون په لاسلیکولو سره به بیات ګازي پروژه وکولای شي چې کابو ۱،۰۰۰،۰۰۰ کورنیو او سوداګرو ته د ۴۰ میګا واټه برېښنا ورکړي، د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړي پړوا خدمات به د افغانستان برېښنا شرکت ( د افغانستان د برېښنا ملي شرکت) (https://main.dabs.af/) له لارې درنو هیوادوالو ته وویشل شي.

د بیات ګازي پروژې لومړی پړاو او د بیات برېښنا د برېښنا اخیستلو تړون د افغانستان دولت له لوري تایید او لاسلیک شو، دا په هېواد کې د ګازي برېښنا لومړۍ پروژه ده چې دا تړون دواړو خواوو ته ګتې رسوي او په لاندې ډول دي:

  • په افغانستان کې دننه انرژي تولید او ویش ته وده ورکول دا کار به افغانستان د برېښنا په برخه کې د ځان بسیاینې په لور بوځي.
  • په دې سره به د افغانستان دولت وکولای شي چې د طبيعي ګازو د پلور له لارې ښه عایدات ترلاسه کړي.
  • همدا راز به د افغانستان یوه برخه خلک د خپلې تولیدي برېښنا خاوندان شي.

د بیات ګازي برېښنا په لومړي پړاو کې پرمختللي زیمینس SGT-45 توربین او وسایلو کارول کیږي هغه په هوستون او تکساس کې جوړ شوي. د دې پروژې په تطبیق سره به، په امریکا کې خلکو ته دندې او دلته په افغانستان د کورنۍ برېښنا ښه راتلونکې پيل شي.

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګازي برېښنا او د بیات بنسټ مشر په دې اړه وویل: “موږ د افغانستان د دولت له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوو چې د هېواد له طبیعي زیرمو څخه ګټه اخلي.”

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات زیاته کړه:”مونږ یو افغاني شرکت یوو او د افغانستان د طبیعي ګازو د زیرمو پراختیا ته ژمن یاستو چې په دې سره وکولای شو افغانانو ته رښتینې او ښه برېښنا چمتو کړو.”

ښاغلي بیات وویل: ” په افغانستان کې د برېښنا په داخلي صنعت کې پانګونه او زمونږ د هېواد د برېښنا د تولید پراختیا، د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته ګټور دي او په دې سره به د هیواد په ګوت ګوت کې خلکو ته کارپیدا شي .”

د بیات بنسټ په هکله:

بیات ګازي برېښنا شرکت په افغانستان کې لومړنی شرکت دی، چې د بیات شرکتونو مشر ډاکتر احسان الله بیات (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شوی. د بیات ګازي برېښنا د بیات شرکتونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې په هغه کې افغان بېسیم مخابراتي شرکت www.afghan-wireless.com)، آریانا راډيو ټلویزیون (www.arianatelevsion.com) او داسې نور ودانیز او لوجستيکي شرکتونه شامل دي.

د بیات ګازي برېښنا شرکت په هکله د ډېرو معلوماتو له پاره لاندې وېب پاڼه وګورئ.  www.bayat-energy.com

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube