Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d8%a7/?lang=ps
Export date: Sat Aug 13 6:36:46 2022 / +0000 GMT

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د بیات ګازي برېښنا شرکت ترمنځ د برېښنا تړون لاسلیک شو


د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو په جوزجان ولایت کې پرانستل کيږي او له ۱،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو افغان کورنیو او سوداګرو ته برېښنا چمتو کوي

کابل، افغانستان – د ۲۰۱۸ کال د اپرېل لومړۍ بیات بنسټ (www.bayat-energy.com) 1 ، په افغانستان کې ستر خصوصي غیرانتفاعي بنسټ چې د روغتیا، ښوونې روزنې، ټولینزې پراختیا له پاره کار کوي دا دی اوس د ګازي برېښنا خدمات وړاندې کوي، ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د بیات بنسټ تړون لاسلیک کړ او بیات ګروپ مشر،  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو چې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې موقعیت لري.

په هغه رسمي غونډه کې چې په همدې موخه، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ښاغلي امان الله غالب د افغانستان برېښنا شرکت مشر او ډاکتر احسان الله بیات د بیات برېښنا خاوند، د بیات ګازي برېښنا پروژې د لومړي پړاو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې آغلې نرګس په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر قیومي ، په اقتصادي او بانکي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي اجمل احمدي، ګڼ شمیردولتي چارواکو، د رسنیو استازو او میلمنو ګډون کړی وو.



د دې تړون په لاسلیکولو سره به بیات ګازي پروژه وکولای شي چې کابو ۱،۰۰۰،۰۰۰ کورنیو او سوداګرو ته د ۴۰ میګا واټه برېښنا ورکړي، د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړي پړوا خدمات به د افغانستان برېښنا شرکت ( د افغانستان د برېښنا ملي شرکت) (https://main.dabs.af/) 2 له لارې درنو هیوادوالو ته وویشل شي.

د بیات ګازي پروژې لومړی پړاو او د بیات برېښنا د برېښنا اخیستلو تړون د افغانستان دولت له لوري تایید او لاسلیک شو، دا په هېواد کې د ګازي برېښنا لومړۍ پروژه ده چې دا تړون دواړو خواوو ته ګتې رسوي او په لاندې ډول دي:

  • په افغانستان کې دننه انرژي تولید او ویش ته وده ورکول دا کار به افغانستان د برېښنا په برخه کې د ځان بسیاینې په لور بوځي.

  • په دې سره به د افغانستان دولت وکولای شي چې د طبيعي ګازو د پلور له لارې ښه عایدات ترلاسه کړي.

  • همدا راز به د افغانستان یوه برخه خلک د خپلې تولیدي برېښنا خاوندان شي.


د بیات ګازي برېښنا په لومړي پړاو کې پرمختللي زیمینس SGT-45 توربین او وسایلو کارول کیږي هغه په هوستون او تکساس کې جوړ شوي. د دې پروژې په تطبیق سره به، په امریکا کې خلکو ته دندې او دلته په افغانستان د کورنۍ برېښنا ښه راتلونکې پيل شي.

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګازي برېښنا او د بیات بنسټ مشر په دې اړه وویل: "موږ د افغانستان د دولت له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوو چې د هېواد له طبیعي زیرمو څخه ګټه اخلي."

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات زیاته کړه:"مونږ یو افغاني شرکت یوو او د افغانستان د طبیعي ګازو د زیرمو پراختیا ته ژمن یاستو چې په دې سره وکولای شو افغانانو ته رښتینې او ښه برېښنا چمتو کړو."

ښاغلي بیات وویل: " په افغانستان کې د برېښنا په داخلي صنعت کې پانګونه او زمونږ د هېواد د برېښنا د تولید پراختیا، د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته ګټور دي او په دې سره به د هیواد په ګوت ګوت کې خلکو ته کارپیدا شي ."

د بیات بنسټ په هکله:

بیات ګازي برېښنا شرکت په افغانستان کې لومړنی شرکت دی، چې د بیات شرکتونو مشر ډاکتر احسان الله بیات (www.bayat-group.com) 3 له خوا جوړ شوی. د بیات ګازي برېښنا د بیات شرکتونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې په هغه کې افغان بېسیم مخابراتي شرکت www.afghan-wireless.com) 4، آریانا راډيو ټلویزیون (www.arianatelevsion.com) 5 او داسې نور ودانیز او لوجستيکي شرکتونه شامل دي.

د بیات ګازي برېښنا شرکت په هکله د ډېرو معلوماتو له پاره لاندې وېب پاڼه وګورئ.  www.bayat-energy.com 6
Links:
  1. http://www.bayat-energy.com)
  2. https://main.dabs.af/)
  3. http://www.bayat-group.com)
  4. http://www.afghan-wireless.com)
  5. http://www.arianatelevsion.com)
  6. http://www.bayat-energy.com
Post date: 2018-04-01 23:44:18
Post date GMT: 2018-04-01 19:14:18

Post modified date: 2018-04-03 23:45:01
Post modified date GMT: 2018-04-03 19:15:01

Export date: Sat Aug 13 6:36:46 2022 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com