Afghan Wireless Logo
Search

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت زما پیسې خدمتونو او د افغانستان برښنا شرکت په ګډې همکارۍ د موبایل له لارې د برښنا د لګښت بل ورکړې خدمتونه پیل کړل

وس د موبایل له لارې د افغان بېسیم زما پیسې خدمتونو په کارولو سره کولای شئ خپل د برښنا د لګښت بلونه ورکړئ

کابل، افغانستان ــ فېبروري ۱، ۲۰۱۸ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) ،

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د موبایل مني خدمتونو او د افغانستان برښنا شرکت په ګډې همکارۍ سره د موبایل لارې د برښنا د لګښت بلونو ورکړې خدمات پیل کړل.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د زما پیسې خدمتونو پېرودونکي کولای شي خپلو موبایلونو او زما پیسې خدماتو په کارولو سره د برښنا د لګښت بلونه ورکړي.

سربېره پر دې؛ د زما پیسې خدمتونو پېرودونکي او د افغانستان د برښنا شرکت پېردونکي کولای شي پرته د زما پیسې حساب په درلودلو سره کولای شي چې خپل د برښنا بلونه کابل کې د افغان بېسیم رسمي پلورنځیو کې ورکړي.  په کابل کې د افغان بېسیم هرې رسمي پلورنځیو کې به د برښنا د لګښت بل ورکړې له پاره ځانګړي کسان او ځای شتون لري چې پېردونکي خپل د برښنا بلونه ورکړي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت او د افغانستان برښنا شرکت به په کابل کې د برښنا د لګښت بل ورکړې خدمتونو پیل کړي او هیله لري چې دا خدمتونه د افغانستان ګوټ ګوټ ته وغزوي چې ګران پېرودونکي ورڅخه ګټه پورته کړي.

”د افغان بېسیم زما پیسې خدمتونو شرکت د افغانستان برښنا شرکت درنو پېرودونکو ته تر ټولو خوندي او آسانه خدمتونه وړاندې کوي، دوی کولای شي چې د خپلو حسابونو له لارې چې د عوایدو راټولولو په برخه کې خوندي او آسانه طریقه ده خپل بلونه ورکړي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ”  مونږ باور لرو چې نور زرګونه افغاني شرکتونه هم کولای شي چې له دې خدمتونو څخه ګټه واخلي البته هغه کسان چې په خوندي توګه د بل یا پیسو د ورکړې په لټه کې وي.“

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube