Afghan Wireless Logo
د 3.75G+/2G انټرنېټ

د ۳ جي په هکله پوښتنې

لومړۍ پوښتنه: آیا زه باید خپل سیمکارټ بدل کړم؟

نه د ۳ جي له پاره سیمکارټ نه بدلیږي.

دویمه پوښتنه: آیا زه نوی تلفون ته اړتیا لرم او که دغه تلفون چې اوس یې لرم هم کارولای شم؟

که چیرته ستاسو په تلفون کې ۳جي کاریدلای شي؛ نو تاسو دې ته اړتیا نلرئ چې بدل یې کړئ او که چیرته ستاسو په تلفون کې ۳جي کاریدلای نشي؛ نو تاسو باید خپل تلفون بدل کړئ.

دریمه پوښتنه: زه څنګه کولای شم چې د افغان بېسیم په ۳جي کې ګډون وکړم؟

که چیرته تاسې 3G خدمت غواړئ؛ نو ستاسې په مبایل کې باید 3G وکاریدای شي.د 3G خدمتونه په هغو مبایلونو کې د لاسرسۍ وړ نه دي چې په هغه کې 3G ونشي کاریدای. تاسې کولای شئ چې په پیغام پاڼه کې 3G ولیکئ او ۱۵۲ ته یې واستوئ. ستاسې خدمت به ۲۴ ساعتونو کې فعال شي.

څلورمه پوښتنه: آیا زه ځانګړو تنظیماتو ته اړتیا لرم؟

  • د تنظیماتو غوښتنې له پاره، یو پېرودونکی باید په پیغام پاڼه کې <1> ولیکي او <2009> شمېرې ته یې واستوي پېرودونکی به د پیغام له لارې بیرته د انترنټ تنظیمات سره د یو PIN ترلاسه کړي او پېرودونکی باید هغه ثبت کړي.
  • پېرودونکی کولای شي د تنظیماتو په هکله د مرستې له پاره ۱۵۲ ته زنګ ووهي. د پېرودونکو د پاملرنې څانګې کار کوونکي به د OTA له لارې پر مخ بوځي.

همدا راز که چېرته دوه پورتنیو لارو کار ور نکړ نو؛ پېرودونکي کولای شي چې د افغان بېسیم له نږدې پلورنځیو څخه لیدنه وکړي.

د لا ډیرو معلوماتو له پاره ۱۵۲ته پیغام یا زنګ ووهۍ او یا۸۳۰ ۸۳۰ ۰۷۰۰ ډایل او یا هم د افغان بېسیم رسمي پلورنځۍ ته ورشئ.

پنځمه پوښتنه: په وړاندیز کې د انترنټ بیلابیلې ګېډۍ کومې دي؟

مهرباني وکړئ دلته د انترنټ ټولې ګېډۍ ووینئ.

شپږمه پوښتنه: آیا آیا زه کولای شم چې دا خدمت له کابل څخه بهر هم ترلاسه کړم؟

اوس 3G خدمت یواځې په کابل کې فعال دی؛ خو ژر به نورو سیمو کې هم د لاسرسۍ وړ وي.

اومه پوښتنه: 3G خدمتونه څنګه د لاسرسۍ وړ ګرځېدلی شي؟

د 3G خدمتونه په هغو مبایلونو او لپ ټاپونو کې د لاسرسۍ وړ دي چې په هغه کې 3G وکاریدای شي.

اتمه پوښتنه: ما پخوا د 2G په ګېډۍ کې ګډون کړئ دی، آیا زه کولای شم چې دا 3G ته واړوم؟

د 2G ټولې ګېډۍ به په 3G کې کار وکړي، د 3G خدمت د مبایل شمېرو له لارې فعالېدای شي.

HD VOICE apple certified superwifi mobile iptv


twitter facebook linkedin instagram youtube