افغان بیسیم اوس د مبایل له لارې مستقیم پرداخت (ډیجیټلي تادیاتو خدمتونه) وړاندې کوي چې تاسو ته اجازه ورکوي چې په آسانۍ سره له Play Store/App Store څخه اپلیکېشنونه او په اپلیکېشنونو دننه توکي لکه لوبې، فلمونه، ویډیوګانې، والپیپرونه، پازلونه، د فوټبال لیګونو ژوندۍ ویدیوګانې او د اسې نور وپېري او لګښت یې د خپل مبایل له کریډیټو څخه ورکړي.
د مبایل له لارې مستقیم پرداخت تاسو ته د دې لار هواروي چې له مشهورو دیجیټلي ویبپاڼو او منځپانګو څخه کار واخلي او د ماسټر کارت او نورو ډیجیټلي تادیاتو پر ځای له خپلو کریډیټو څخه ګټه واخلي.
دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره *771# ډایل کړئ.