Afghan Wireless Logo
شخصي

فوټبال کلب

افغان بېسیم مخابراتي شرکت ویاړي چې خپلو پېرودونکو په سیمکارټونو کې د فوټبال کلب زیاتونې خدماتو خبر ورکوي. د افغان بېسیم ټاپ سیمکارټ د هر چا له پاره دی په ځانګړې توګه هغه کسان چې د مناسبه خدمتونو او سترو ارزښتونو په لټه کې دي. له ټاپ سیمکارټ سره تاسو هر څه لرئ لکه؛ د 4G انټرنټي خدمتونه، غوره غږیزې بیې او نوې اضافي خدمتونه د افغانستان تر ټولو مناسبه بهرنۍ ټلیفوني اړیکې د 4G لومړنۍ شبکې سره.

د افغان بېسیم فوټبال کلب یو له هغو اضافي خدمتونو څخه دی چې په نوې بڼې سره د فوټبال مینوالو ته په رښتینې توګه په زړه پورې خدمات وړاندې کوي تر څو هغوی له فوټبال څخه خوند واخلي او د اصلي لوبې یوه برخه وګرځي، د لوبې ګټونګي په هکله وړاندوینه وکړي او د ډالیو ګټلو چانس ترلاسه کړي، دا آسانتیاوې په انډرایډ مبایلونو کې د لاسرسۍ وړ دي.

 (الف) وړاندوینه وکړئ او ګټونکي شئ: کوم ځای کې چې کارونکي کولای شي د فوټبال (فوټبال نړیوال جام) سیالیو په هکله وروستي خبرونه ترلاسه کړي، همدا راز هغوی ته به دا چانس هم ورکړل شي تر څو وړاندوینه وکړي او هغه کسان چې سمه وړاندوینه کوي هغوی ته به هره اونۍ ډالۍ ورکړل شي.

(ب) افغان فوټبال آزموینه: کوم ځای کې چې پېرودونکي کولای شي پوښتنو ته ځواب ورکړي او په زړه پورې ډالۍ وګټي.

(ج) د انډاریډ مبایلونو اپلیکېشن: چیرته چې پېرودونکي کولای شي د فوټبال وروستیو معلوماتو او خبرونو ته لاسرسی پیدا کړي.

 

د کوډونو له لارې  وړاندوینې او ګټل او د افغان فوټبال آزموینه:

فعالولو له پاره: *588*3# ډایل کړئ.

وړاندوینه وکړئ او ګټونکي شئ د افغان فوټبال آزموینې بیه: هره وړاندوینه یا هر پیغام ۱۰ افغانۍ لګښت لري او د ګډون ورځنی فیس ۳ افغانۍ دی.

۱۰ پیغامونه به د یوې کڅوړې په توګه د ۵ افغانۍ په بدل کې کاروونکو ته ورکړل شي، دا خدمتونه په اتوماته بڼه نوي کیږي.

د بیو جدول:

کڅوړه بیه د اعتباره موده په نوي بڼه نوي کېدل
ورځنی فوټبال ۳ افغانۍ/ورځ ۱ ورځ هو
د فوټبال وړاندوینه او ګټل ۱۰ افغانۍ/پیغام د لوبې وخت پورې اړوند لري نه
د فوټبال پوښتنې ۱۰ افغانۍ/ورځ ۱ ورځ هو
د لوبو ډاونلوډ ۳ افغانۍ/ګیم یا لوبه نه نه

 

یادونه: د ټاپ سیمکارټ ټول اوسني او نوي کارونکي کولای شي له دې خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube