Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%8a%d8%b3%d9%8a%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%ae%d8%b2%d8%a7%d9%86%db%90/?lang=ps
Export date: Fri Mar 29 11:49:55 2024 / +0000 GMT

افغان بيسيم مخابراتي شرکت د دولت خزانې ته د ماليې په ورکړې، د افغانستان ماليې وزارت له خوا لومړی مقام خپل کړ


دا مقام خپلول د افغان بيسيم شرکت له خوا د تجارت اصل ته امانتداري او د افغانستان اقتصادي وده کې مثبتې همکارۍ ته ژمنتيا څرګندوي

کابل، افغانستان – د مۍ لومړۍ 2017 – د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (َAWCC)( www.afghan-wireless.com 2 1) د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت، د موبايل مخابراتي خدمتونو مؤسس او بنسټ اېښودونکی او د غږيزو، انټرنېټي او د موبايل له لارې بانکدارۍ مخکښ شرکت دی. د افغانستان اسلامي جمهوريت د ماليې وزارت اعلان کړه: افغان بيسيم مخابراتي شرکت، د هېواد په کچه يوازينی مخابراتي شرکت دی، چې په افغانستان کې يې د لوی ماليه ورکوونکي په توګه، لومړی مقام خپل کړ.

افغان بيسيم مخابراتي شرکت يوازينی شرکت دی، چې د هېواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره له ماليې وزارت څخه جايزه ترلاسه کړه. دا ارزښتناک مقام د تجارتي ژمنو د پلي کولو، د امانتدارۍ اصل ته ژمنتيا، رښتينولۍ او همدارنګه هغو مثبتو او حياتي همکاريو په پايله کې افغان بيسيم شرکت ته ورکړل شو، چې د افغانستان د پرمختګ په موخه يې ترسره کړي.

ښاغلي عبدالستار مراد؛ د افغانستان د اقتصاد وزير، د لويو ماليه ورکوونکو غوره جايزه ښاغلي امين رامين؛ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رييس ته په هغو مراسمو کې اعطاء کړه، چې د 1396 هـ. ش کال د ثور مياشتې په 11 نېټه د کابل په کانټينينټال هوټل کې ترسره شو.

عبدالستار مراد وويل: "د ټولو افغان صنعتي سکتورونو له خوا د ماليې ورکړه، د هېواد د عايداتو د کچې لوړولو په موخه بنسټيز رول لوبوي او زياتره زېربنايي پروژې تمويلوي".

awcc-award


ښاغلي امين رامين؛ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رييس څرګنده کړه چې: "د افغانستان د ماليې وزارت له خوا د لويو ماليه ورکوونکو په توګه لومړی مقام ترلاسه کول، د افغان بيسيم شرکت د هر وګړي لپاره لوی وياړ دی". نوموړي همدارنګه زياته کړه: "مونږ هره ورځ تصميم نيسو، چې خپلو افغانانو ته ترټولو ښه مخابراتي خدمتونه وړاندې کړو. هېواد ته ژمن، د افغانانو ترڅنګ ودرېدل، د داسې افغانستان جوړول چې هلته قوانين په عادلانه توګه پلي شي زمونږ د نورو خدمتونو له ډلې څخه دي او همداشان زمونږ اقتصاد وتوانېږي چې خپلو ټولو درنو هېوادوالو ته کاري دندې او فرصتونه برابر کړي".

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، چې په ۲۰۰۲ ز. کال کې د بیات ګروپ مشر؛ ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو. افغان بيسیم مخابراتي شرکت له څلورو ميلیونو څخه زياتو مشترکينو، سوداګرو او دولتي مشترکينو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G، 3G،3.75G  خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه، چې سرعت يې 3.75G دی، وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-05-09 19:05:59
Post date GMT: 2017-05-09 14:35:59

Post modified date: 2017-05-09 19:05:59
Post modified date GMT: 2017-05-09 14:35:59

Export date: Fri Mar 29 11:49:55 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com