Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%d9%8a%d9%85-awcc-%d8%af-%d9%88%d8%a7-%d9%88%d8%a7-%d9%bc%d8%a7%d9%be-%d8%b3%d9%8a%d9%85-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90-%da%a9%da%93-%d8%af/?lang=ps
Export date: Wed Apr 24 10:10:34 2024 / +0000 GMT

افغان بېسيم (AWCC) د "وا وا ټاپ سيم" وړاندې کړ ددې سيم کڅوړې درنو پېرېدونکو ته غوره سرعت او ارزښتمنې ډالۍ په پام کې لري


فبوری 5، 2020، کابل، افغانستانافغان بېسيم مخابراتي شرکت (www.afghan-wireless.com 1) د 4G/LTE، لوړ کيفيت غږ، انټرنټ، ساتېرۍ او5,000,000  پېرېدونکو ته د موبايل له لارې د پيسو راکړې ورکړې خدمتونو په برخه کې د افغانستان تر ټولو مخکښ شرکت په توګه، افغانانو ته د خپلې کم‌سارې رهبرۍ او نوښتيزو مخابراتي خدمتونو په مرسته، د "وا وا ټاپ سيم" وړاندې کوي، چې د هېواد تر ټولو مناسب انټرنټي او غږيز وړانديزونه لري.

 

وا وا ټاپ سېم د افغان بېسيم مخابراتي شرکت پېرېدونکو له لورې متوازنو، پياوړو او اقتصادي بېسيم خدمتونو ته د مخ پر ودې او چټکو غوښتنو ښودونکی دی. وا وا ټاپ سېم د راتلونکي افغان نسل اړتياوو ته د نړۍ په کچه خدمتونه وړاندې کوي – هغه نسل چې په ډيجيټلي زمانه کې ژوند کوي او په ټولنيزو رسنيو او په افغانستان دننه او بهر کې له ملګرو او کورنۍ سره په اړيکه کې د پاتې کېدو په موخه، زيات انټرنټ کاروي.

افغان بېسيم مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د چټکې 4.75G مخابراتي شبکې په توګه، په راتلونکو مخابراتي وړانديزونو کې لازيات امتيازونه لري. هغه پېرېدونکي چې د وا وا ټاپ سېم څخه ګټه اخلي، د لاندې کم‌سارو او حيرانوونکو ګټو څه برخمن کېږي:

  • ټولو مخابراتي شبکو ته د اړيکو نيولو تر ټولو غوره بيې: افغان بېسيم او نورو ټولو مخابراتي شبکو ته تر ټولو ارزانه بيې. له وا وا ټاپ سېم سره د افغان بېسيم پېرېدونکي کولای شي، چې د افغان بېسيم شمېرو او نورو ټولو مخابراتي شبکو شمېرو ته په يوه ثانيه کې يوازې په 3 پيسو اړيکه ونيسي.

  • د ثانيو له مخې د وا وا ټاپ سېم لګښت: وا وا ټاپ سېم لګښتونه د ثانيو په معيار برابر شوي دي، چې په مخابراتي صنعت کې کم‌سارې چاره ده. په دې مانا چې پېرېدونکي به يوازې د هغو ثانيو لګښت ورکوي، چې خبرې کوي.

  • پېرېدونکي به په خپل افغان بېسيم حساب کې د هر ځل پيسو په زياتولو، تر 6.25 جي بي پورې د انټرنټي کڅوړو امتيازونه ترلاسه کوي.


د افغان بېسيم بنسټ اېښودونکي او د بيات ګروپ مشر؛ ډاکټر احسان‌الله بيات په دې اړه وويل: "د افغان بېسيم وا وا ټاپ سېم يو ځل بيا وښودله، چې افغان بېسيم مخابراتي شرکت د هېواد صنعت د داسې مخابراتي خدمتونو پر لوري سوق کوي، چې له مخې به يې ټول افغانان له نړۍ سره د نښلېدو او په اړيکه کې د پاتې کېدو توان ولري. افغان بېسيم مخابراتي شرکت د نوښتيزې ټکنالوژۍ کلتور ته ژمن دی، ترڅو مونږ وکولای شو خپل هېواد د پرمختللو مخابراتي امکاناتو په مرسته، نه يوازې د حال لپاره؛ بلکې د راتلونکو کلونو لپاره هم مجهز کړو."

 

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (AWCC) په اړه:

افغان بيسيم مخابراتي شرکت (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی مخابراتي شرکت او د افغانستان د بيسيم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی. افغان بېسيم مخابراتي شرکت د,2.5G ,3G ,3.75G+ ,4G LTE  HD Voice، انټرنټي کڅوړو او د موبايل له لارې د پيسو د ورکړې په برخه کې، له پنځه ميليونو زياتو پېرېدونکو ته د افغانستان په 34 ولايتونو کې خدمتونه وړاندې کوي.

ياد شرکت له 425 بېسيم شبکو سره د نړۍ په 125 هېوادونو کې نړيواله همکاري لري. افغان بېسيم مخابراتي شرکت په 2002. ز کال کې د بيات ګروپ (www.bayat-group.com) مشر؛ ښاغلي احسان‌الله بيات له خوا تأسيس شو. ښاغلي بيات په 2018 کال کې د نړيوالې مالي مجلې (International Finance Magazine) له خوا، د مخابراتو او رسنيو په برخه کې د تر ټولو غوره اجرايوي مدير (CEO) جايزه ترلاسه کړې ده.

 
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
Post date: 2020-02-05 09:25:47
Post date GMT: 2020-02-05 04:55:47

Post modified date: 2020-02-05 09:25:47
Post modified date GMT: 2020-02-05 04:55:47

Export date: Wed Apr 24 10:10:34 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com