Afghan Wireless https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%87-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%b1%d8%b3%d9%85%d9%8a-%da%85%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%9a/?lang=ps Export date: Sun Dec 22 3:10:39 2024 / +0000 GMT |
افغان بېسیم خپله نوې رسمي څانګه د کابل ښار (ګلبهار سنټر) کې پرانیستهافغان بېسیم مخابراتي شرکت، افغانستان کې تر ټولو ستر، د 4G LTE پرمختللې شبکه په چټکه توګه او نړیواله کچه ټول هېواد کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي. کابل، افغانستان ــ۲۰۲۰ مارچ-۱۵ افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه میلیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4.75G+ LTE ستر چمتو کوونکی خپله نوې رسمي څانګه د کابل ښار ګلبهار سنټر په دویم پوړ کې پرانیسته. دا رسمي څانګه د خپل اهمیت لرونکي موقعیت په درلودلو سره، یو ځانګړی ځای چې تر ټولو 4.75G+ چټک انټرنټ د وروستۍ دستګاه او په افغانستان کې په لومړي ځل د 3D هولو ګرام پراجکتور د مای مني شمېرونکي میز او د خرڅلاو ځانګړي میز درلودونکی. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رهبري د ښاغلي ډاکتر احسان الله (بیات) د افغان بیسیم بنسټ اېښودونکي په مشرۍ د یادې پروژې له ټول ټیم څخه د هغوی لاسته راوړنو لپاره ستاینه وکړه، همدا راز د پېرودونکو د تجربو لوړولو، هغوی ته ځانګړې پاملرنې او د نوموړې پروژې پر استراټیژیک اهمیت ټينکار وکړ. ”افغان بېسیم په هېواد کې د 4G LTE شبکې تر ټولو ستره او پرمختللې شبکه ده “ دا خبره ښاغلي احسان الله بیات وکړه. ”افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د خپلو رسمي څانګو او په مخابراتي سکټور کې پراختیا ته دوام ورکړي ــ تر څو زمونږ مخابراتي خدمتونه، د مبایل له لارې بانکي خدمتونه او نوې آسانتیاوې ټول افغانستان کې هر افغان ته په مناسبه بیه د لاسرسي وړ وي.“ د افغان بېسیم په اړه: افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. افغان بېسیم په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com 2) ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري |
Links:
|
Post date: 2020-03-15 15:48:29 Post date GMT: 2020-03-15 11:18:29 Post modified date: 2020-03-22 15:50:18 Post modified date GMT: 2020-03-22 11:20:18 |
Export date: Sun Dec 22 3:10:39 2024 / +0000 GMT This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ] Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com |