Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%87-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%b1%d8%b3%d9%85%d9%8a-%da%85%d8%a7%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7/?lang=ps
Export date: Sat Apr 20 6:12:33 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم خپله نوې رسمي څانګه د کندهار ښار (حبیبی واټ ) کې پرانیسته افغان بېسیم مخابراتي شرکت، افغانستان کې تر ټولو ستر، د 4G LTE پرمختللې شبکه په چټکه توګه او نړیواله کچه ټول هېواد کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.


کندهار، افغانستان ــ۲۰۲۱ فبروری-۱۸

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه میلیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4.75G+ LTE ستر چمتو کوونکی خپله نوې رسمي څانګه د کندهار ښار حبیبی واټ کې پرانیسته.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رهبري د ښاغلي ډاکتر احسان الله (بیات) د افغان بیسیم بنسټ اېښودونکي په مشرۍ د یادې پروژې له ټول ټیم څخه د هغوی لاسته راوړنو لپاره ستاینه وکړه، همدا راز د پېرودونکو د تجربو لوړولو، هغوی ته ځانګړې پاملرنې او د نوموړې پروژې پر استراټیژیک اهمیت ټينکار وکړ.

”افغان بېسیم په هېواد کې د 4G LTE شبکې تر ټولو ستره او پرمختللې شبکه ده “

دا خبره ښاغلي احسان الله بیات وکړه. ”افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د خپلو رسمي څانګو او په مخابراتي سکټور کې پراختیا ته دوام ورکړي ــ تر څو زمونږ مخابراتي خدمتونه، د مبایل له لارې بانکي خدمتونه او نوې آسانتیاوې ټول افغانستان کې هر افغان ته په مناسبه بیه د لاسرسي وړ وي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. افغان بېسیم په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 2) ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري

 

 

 
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2021-02-22 21:04:53
Post date GMT: 2021-02-22 16:34:53

Post modified date: 2021-02-22 21:04:53
Post modified date GMT: 2021-02-22 16:34:53

Export date: Sat Apr 20 6:12:33 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com