Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9-2/?lang=ps
Export date: Tue Apr 23 6:56:21 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت افغانستان کې په لومړي ځل تفریحي برخې خدمتونه پیل نوې لوبې، ویډيوګانې او ډیجیټل لوبې وړاندې کوي.


کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ سپټمبر-16

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت دا ځل د تفریحي برخې خدمتونه (https://fun.afghan-wireless.com 1), پیل کړل، نوې ډیجیټلي لوبې او خدمتونه چې اوس د افغان بېسیم ټولو پېرودونکو له پاره د لاسرسي وړ دي.

د افغان بېسیم د لوبو برخه،  افغان بېسیم پېرودونکو ته تر ټولو وروستي او غوره ډیجیټلي لوبې خدمتونه وړاندې کوي لکه؛ د لوبو، ویډيو ګانو، موسیقي او وال پیپر. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي د افغان بېسیم تفریحي یا د لوبو خدمتونو ته له خپلو مبایلونو د لاندینیو کوډونو په استولو لاسرسی پیدا کړي.

د افغان بېسیم د تفریح برخې خدمتونه: فعالول، غیر فعالول او د خدمت لګښتونه:



























شارت کوډ کڅوړې بیه په اتوماته بیه نوي کېدل
372 ورځنۍ 2 افغانۍ هو
372 اونیزه 10 افغانۍ هو
372 میاشتنۍ 30 افغانۍ هو

























د محتویاتو ډاونلوډول لګښتونه
آنلاین ګېمونه/لوبې نامحدوده وړیا د ګډون
د ګېم/لوبو ډاونلوډول له ګډون وروسته ۲۰ ګېمونه وړیا دي او له ۲۰ وروسته په هرې لوبې به ۱ افغانۍ لګښت راشي
د وېډیو ډاونلوډول د یوې ویډیو بیه ۳ افغانۍ
د وال پېپر ډاونلوډ د یو وال پېپر ډاونلوډ بیه ۱ افغانۍ
























کڅوړه فعالول غیر فعالول
ورځنۍ پیغام پاڼه کې F1 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ
اونیزه پیغام پاڼه کې F2 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ



پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ
میاشتنۍ پیغام پاڼه کې F3 ولیکئ او 372 ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې Stop ولیکئ او 372 ته یې واستوئ



”مونږ د افغان بېسیم د تفریحي یا لوبې برخې خدمتونو پیل له پاره ډیر خوشحاله یوو، او موږ ډاډمن یوو چې دا به ډېر ژر د افغانستان تر ټولو غوره مقصد ته په نني رقابتي ګېمونو او لوبو کې خپل ځای پیدا کړي.“ دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بېسیم او بیات ګروپ عمومي مشر وکړه.

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 3) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. https://fun.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2019-09-16 20:21:33
Post date GMT: 2019-09-16 15:51:33

Post modified date: 2019-10-28 20:22:54
Post modified date GMT: 2019-10-28 15:52:54

Export date: Tue Apr 23 6:56:21 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com