Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%87-4g-lte-%d8%b4%d8%a8%da%a9%d9%87-%d8%af/?lang=ps
Export date: Thu Mar 28 22:37:01 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپله 4G LTE شبکه دوه برابره کړه د دې شرکت پراخ او د ښه شهرت 4G LTE خدمات په چټکۍ سره په پراخېدو دي


کابل، افغانستان ــ سېپټمبر ۱۸، ۲۰۱۷ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 3 1) ،

 

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په کابل ښار کې دوه برابره کړ ـ  په افغانستان کې د 4G LTE يواځېنۍ شبکه.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE  دویم پړاو د جوړښت ظرفیت پراخ کړ، د انتقال پایې او د 4G LTE د انتقال ځایونه یې دوه برابره کړل. دا سایټونه د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې موقعیت لري، همدا راز افغان بېسیم به خپل د 4G LTE خدماتو وړاندې کولو لړۍ د افغانستان په  سراسر کې په چټکۍ سره وړاندې کړي، په نورو سترو ولایتونو کې به دا خدمات په څو راتلونکو میاشتو کې وړاندې شي.

د4G LTE خدماتو دوه برابره کولو په موخه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پریکړه څلور میاشتې وروسته په افغانستان کې د4G LTE یواځېنۍ شبکې لومړنیو خدماتو او د ډېرو پېرودونکو د غوښتنې او کارونې څخه پس ونیول شو.  د افغان بېسیم د4G LTE خدماتو ډیر شهرت د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پیاوړې ستراټېژۍ نښه او د 4G LTE خدماتو د وړاندې کولو دوامداره پراختیا ده.

”د افغان بېسیم د 4G LTE شبکې د اندازې او ظرفیت دوه برابره کول څرګندوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو نړیوالې اړیکې چټکې دي او بازار د پرمختللیو او چټکو خدماتو له پاره د چټکۍ او پراخېدو په حال کې دی. “دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. ” افغان بېسیم مخابراتي شرکت افغانستان کې د 4G LTE مخابراتي خدماتو یواځېنۍ شبکه ژمنه ده او له کلونو یې هوډ درلود ترڅو په دې برخه کې خپله رهبري پراخه کړي. د 4G LTE خدماتو په هکله ډېرو معلوماتو له پاره:

https://afghan-wireless.com/internet-3g2g/4glte/coverage-map/ 2  څخه لیدنه وکړئ.

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 3 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 4) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. /?page_id=7431
  3. http://www.afghan-wireless.com
  4. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-09-24 05:44:55
Post date GMT: 2017-09-24 01:14:55

Post modified date: 2017-09-24 05:44:55
Post modified date GMT: 2017-09-24 01:14:55

Export date: Thu Mar 28 22:37:01 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com