Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d8%aa%d8%b1-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%88-%da%86/?lang=ps
Export date: Fri Mar 29 12:59:37 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل تر ټولو چټک انترنټي خدمات 3.75G+ په کندز او بدخشان ولایتونو کې پرانېستل او ګټې اخیستنې ته یې کښېودل.


نېټه:

د افغان بېسیم 3.75G+ انترنټ په افغانستان کې تر ټولو چټک انترنټي خدمات دي چې له مرکز څخه وروسته په قندهار، هلمند، جلال آباد، فراه او اوس کندز او بدخشان ولایتون خپل تر پوښښ لاندې راوستي چې زموږ ګرانو هېوادوالو ته تر ټولو چټک انترنټي خدمات وړاندې کړي.

اوس د افغان بېسیم پېرودونکي کولای شي په کندز او بدخشان ولایتونو کې د افغان بېسیم تر ټولو چټک 3.75G+ انترنټي خدماتو څخه په کمه موده کې، ستر فایلونه واستوي او یا ترلاسه کړي همدا راز نورو خدماتو لکه; ډاونلوډ، نورو سره شریکول او ويډیویي خدماتو ته لاسرسی ولري.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دیارلسو کلونو په ترڅ کې د خپلو پراخو هڅو او فعالیتونو سره سره کوښښ کړی دی چې د نړۍ له پرمختللو ټکنالوژي وسایلو او د پېرودونکو د ښې آسانتیا له پاره کارولي دي، همدا رنګه دا شرکت د خپل جوړښت له پیل څخه د افغانستان پرمختګ ته ژمن او د افغانستان اقتصادي بنسټ له پاره ولاړ شرکت دی.

همدا راز د دې شرکت پېرودونکي په تیرو میاشتو کې د دوه نوښتونو شاهدان ول چې دا نوښتونه عبارت دي له HD-Voice ټکنالوژۍ خدمات او Super Wi-Fi څخه او زموږ پېرودونکي کولای شي د HD-Voice په کارولو سره روڼ غږ د لوړ کیفیت سره پرته له اضافي غږونو او پرې کېدو څخه ترلاسه کړي".

افغان بېسیم مخابراتي شرکت ویاړي چې په لومړي ځل 3G خدمات چې د هغه سرعت IPV6 دی او تر اوسه پورې په هېواد کې بېساری دی ګټې اخیستنې ته کښېښود. د یادونې ده چې دې شبکې خپل سرعت له IPV4 څخه IPV6 ته چې 3G تر ټولو معیاري سیسټم دی پراخ کړ. د افغان بېسیم 3G سرعت د آزمایښت له مخې (3.75G+) دی چې دا خپله د معیاري سرعت څرګندونه کوي او په هېواد کې بېسیاری دی.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د افغانستان اقتصادي پراختیا له پاره ژمن دی چې کابو ۶۰۰۰ افغانان په مستقیمه او زرګونه افغانان په غیر مستقیمه توګه دې شرکت کې دنده ترسره کوي دا شرکت د هېواد تر ټولو ستر خصوصي بنسټ دی چې زمونږ هېوادوالو له پاره یې د ګمارنې ستره برخه جوړه کړې ده.

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 2) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2016-02-20 11:43:57
Post date GMT: 2016-02-20 07:13:57

Post modified date: 2016-02-22 11:44:46
Post modified date GMT: 2016-02-22 07:14:46

Export date: Fri Mar 29 12:59:37 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com