Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d8%aa%d8%b1-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%88-3/?lang=ps
Export date: Thu Apr 25 15:12:07 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل تر ټولو چټک انترنټي خدمات 3.75G+ په تخار ولایت کې پرانېستل او ګټې اخیستنې ته یې کښېودل.


د افغان بېسیم 3.75G+ انترنټ په افغانستان کې تر ټولو چټک انترنټي خدمات دي چې له مرکز څخه وروسته په قندهار، هلمند، جلال آباد، کنر، لغمان، فراه، کندز، بدخشان ، نیمروز او دا دی اوس په تخار ولایت خپل تر پوښښ لاندې راوړی چې زموږ ګرانو هېوادوالو ته تر ټولو چټک انترنټي خدمات وړاندې کړي.

 

 

اوس د افغان بېسیم پېرودونکي کولای شي په تخار ولایت کې د افغان بېسیم تر ټولو چټک 3.75G+ انترنټي خدماتو څخه په کمه موده کې، ستر فایلونه واستوي او یا ترلاسه کړي همدا راز نورو خدماتو لکه; ډاونلوډ، نورو سره شریکول او ويډیویي خدماتو ته لاسرسی ولري.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د دیارلسو کلونو په ترڅ کې د خپلو پراخو هڅو او فعالیتونو سره سره کوښښ کړی دی چې د نړۍ له پرمختللو ټکنالوژي وسایلو او د پېرودونکو د ښې آسانتیا له پاره کارولي دي، همدا رنګه دا شرکت د خپل جوړښت له پیل څخه د افغانستان پرمختګ ته ژمن او د افغانستان اقتصادي بنسټ له پاره ولاړ شرکت دی.

همدا راز د دې شرکت پېرودونکي په تیرو میاشتو کې د دوه نوښتونو شاهدان ول چې دا نوښتونه عبارت دي له HD-Voice ټکنالوژۍ خدمات او Super Wi-Fi څخه او زموږ پېرودونکي کولای شي د HD-Voice په کارولو سره روڼ غږ د لوړ کیفیت سره پرته له اضافي غږونو او پرې کېدو څخه ترلاسه کړي".

افغان بېسیم مخابراتي شرکت ویاړي چې په لومړي ځل 3G خدمات چې د هغه سرعت IPV6 دی او تر اوسه پورې په هېواد کې بېساری دی ګټې اخیستنې ته کښېښود. د یادونې ده چې دې شبکې خپل سرعت له IPV4 څخه IPV6 ته چې 3G تر ټولو معیاري سیسټم دی پراخ کړ. د افغان بېسیم 3G سرعت د آزمایښت له مخې (3.75G+) دی چې دا خپله د معیاري سرعت څرګندونه کوي او په هېواد کې بېسیاری دی.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د افغانستان اقتصادي پراختیا له پاره ژمن دی چې کابو ۶۰۰۰ افغانان په مستقیمه او زرګونه افغانان په غیر مستقیمه توګه دې شرکت کې دنده ترسره کوي دا شرکت د هېواد تر ټولو ستر خصوصي بنسټ دی چې زمونږ هېوادوالو له پاره یې د ګمارنې ستره برخه جوړه کړې ده.

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 2) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G + لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2016-03-08 16:32:57
Post date GMT: 2016-03-08 12:02:57

Post modified date: 2016-03-11 16:33:57
Post modified date GMT: 2016-03-11 12:03:57

Export date: Thu Apr 25 15:12:07 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com