Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d8%af-%d9%81%d8%a7%db%8c%d8%a8%d8%b1-%d8%b4/?lang=ps
Export date: Thu Mar 28 14:33:05 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د فایبر شبکه ټول افغانستان کې پیلوي او افغانانو ته تر ۵۰٪ اضافي انټرنټ وړاندې کوي


افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) ویاړ لري چې د فایبر شبکې تاریخي تړون جواز د افغانستان مخابراتي تنظیم ادارې مشر، جلالمتآب عمر منصور انصاري او جلالتمآب ښاغلي فهیم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر سره لاسلیک کړ او په دې سره به افغان بیسیم مخابراتي شرکت وکولای شي خپل د نوري فایبر شبکه ټول هېواد ته کې پراخه کړي.

افغان بیسیم ویاړي چې د نوري فایبرشبکې ترټولو چټک او خوندي خدمتونه درنو هېوادوالو ته د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۶مه نیټه پیلوي، یاد خدمتونه به د افغانستان هر ګوټ ته رسي او په دې سره به ټول افغانان له نړۍ سره ونښلوي. د فایبر شبکې خدمتونو په وړاندې کولو سره به د انټرنټ بیو کې کمښت راځي؛ زمونږ په ژوند، زده کړې، ارتباطاتو او لوبو کې بدلون راشي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات پرېکړه وکړه چې افغانانو ته په دایمي توګه ۵۰٪ اضافي انټرنټ، ټولو انټرنټي کڅوړو کې په ورته بیه ورکړل شي.

په دې بحراني وخت کې دا پرېکړه د افغانستان ښې راتلونکې په لور د ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له مثبتو لید لورو څخه یوه هغه ده او هر افغان لپاره ترټولو وروستۍ ټکنالوژي په مناسبه بیه وړاندې کړي چې دا د هېواد روښانه راتلونکې لپاره ستر خدمت دی.

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. افغان بېسیم په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 2) ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2020-04-06 12:45:52
Post date GMT: 2020-04-06 08:15:52

Post modified date: 2020-04-06 12:45:52
Post modified date GMT: 2020-04-06 08:15:52

Export date: Thu Mar 28 14:33:05 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com