Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-4-75g-lte-%d8%ae%d8%af%d9%85%d8%aa%d9%88/?lang=ps
Export date: Tue Apr 23 17:19:01 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4.75G+ LTE خدمتونه په جلال آباد، خوست، میمنه او تخار ښارونو کې پراخ کړل


د افغانستان تر ټولو پرمختللې 4.75G LTE شبکه، پیاوړې او بریالۍ ودې ته دوام ورکوي

کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ آګست۶

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4.75G+ LTE ــ د افغانستان تر ټولو چټک او پرمختللي خدمتونه نن پیل او درنو پېرودونکو له پاره په لاندینیو ښارونو کې د لاسرسي وړ دي.

  • جلال آباد

  • خوست

  • میمنه

  • تخار


افغانستان له پاره د افغان بېسیم 4.75G+ LTE آسانتیاوو دوامداره پراختیا پورته ښارونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت غوره او د لوړ موقف ښکارندوینه کوي چې په هېواد کې پرمختللي او نوي خدمتونه وړاندې کوي.

د افغان بېسیم 4.75G+ LTE شبکې خدمتونو سره سوداګر او پېرودونکي  تر ټولو چټک انټرنټي خدمتونه ترلاسه کړي او تاسو کولای شئ په دې سره په چټکه توګه هر څه نن په افغانستان کې اپلوډ او ډاونلوډ کړئ.

له کوم وخت څخه چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې خپل لومړني او پراخ 4G LTE خدمتونه پیل کړل، د پېرودونکو غوښتنې ډېرې شوې، د افغان بېسیم رښتیني  چټک انټرنټ  او مخابراتي آسانتیاوو سره د افغان بېسیم 4G LTE د خدمتونه سیمې پراخې شوې.

”جلال آباد، خوست، میمنه او تخار ښارونو کې د 4G LTE شبکې پراختیا، زمونږ پېرودونکو له پاره دې ولایتونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له وروستیو ژمنو څخه دي چې درنو افغانانو ته تر ټولو نوپرمختللي او ډاډمن مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي .“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. ښاغلي رامین زیاته کړه: ”زمونږ له چټک 4G LTE شبکې څخه تر مای مني خدمتونو او نورو آسانتیاوو پورې، افغان بېسیم مخابراتي شرکت، خلک او شرکتونه د ټکنالوژي پر مټ یو بل سره نښلوي او زمونږ د هېواد اقتصادي پراختیا او وده کې رغنده رول لوبوي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 2) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2019-08-06 16:42:05
Post date GMT: 2019-08-06 12:12:05

Post modified date: 2019-08-14 16:43:16
Post modified date GMT: 2019-08-14 12:13:16

Export date: Tue Apr 23 17:19:01 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com