Afghan Wireless https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-4-lte-%d8%ae%d8%af%d9%85%d8%aa%d9%88%d9%86/?lang=ps Export date: Sat Dec 21 11:59:31 2024 / +0000 GMT |
افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4 LTE خدمتونه په مزار شریف او غزني ښارونو کې پیل کړلد افغانستان تر ټولو پرمختللې 4.75G LTE شبکه، چټکې پراختیا او په نړیواله کچه مخابراتي خدمتونو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوام ورکوي کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ آګست۱۳ افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4.75G+ LTE ــ د افغانستان تر ټولو چټک او پرمختللي خدمتونه په مزار شریف او غزني ښارونو کې د لاسرسي وړ دي. افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4G LTE خدمتونه د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل او یاد شرکت وتوانید چې خپل موقف په په افغانستان کې د یو مخکښ، مبتکر او په نړیواله کچه د 4G LTE مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت په توګه په چټکه جوړ کړي. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 4.75G+ LTE شبکې خدمتونو سره پېرودونکي کولای شي تر ټولو چټک اپلوډ او ډاونلوډ خدمتونه چې نن په افغانستان کې د لاسرسي وړ دي ترلاسه کړي. مزارشریف او غزني ښارونو کې چټک 4G LTE آسانتیاوو پراختیا، د تجارانو او پېرودونکو د پرله پسې غوښتنو وروسته په نړیواله کچه د چټک مخابراتي خدمتونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دوامداره او بریالیو استراتیژیو د پلي کېدوښکارندوینه کوي. ”مزار شریف او غزني ښارونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 4.75G+ LTE شبکې پراختیا، زمونږ پېرودونکو له پاره دې ولایتونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له وروستیو ژمنو څخه دي چې درنو افغانانو ته تر ټولو نوپرمختللي او ډاډمن مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.“ دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. ” افغان بېسیم د هېواد په کچه تر ټولو ستره او د 4G LTE مخابراتي خدمتونو پرمختللې شبکه ده.“ ښاغلي رامین زیاته کړه. ” افغان بېسیم مخابراتي شرکت به خپل د 4G LTE خدمتونو او په مخابراتي سکټور کې خپلې رهبرۍ ته دوام ورکړي ـ تر څو زموږ مخابراتي خدمتونه، د مبایل له لارې د پیسو خدمتونه او د ټکنالوژي آسانتیاوې هر افغان ته د هېواد په هرځای کې د لاسرسي وړ وي.“ د افغان بېسیم په اړه: افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com 2) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده. |
Links:
|
Post date: 2019-08-13 18:16:20 Post date GMT: 2019-08-13 13:46:20 Post modified date: 2019-08-25 18:17:10 Post modified date GMT: 2019-08-25 13:47:10 |
Export date: Sat Dec 21 11:59:31 2024 / +0000 GMT This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ] Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com |