Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-4-lte-%d8%ae%d8%af%d9%85%d8%aa%d9%88%d9%86/?lang=ps
Export date: Tue Mar 19 2:39:31 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4 LTE خدمتونه په مزار شریف او غزني ښارونو کې پیل کړل


د افغانستان تر ټولو پرمختللې 4.75G LTE شبکه، چټکې پراختیا او په نړیواله کچه مخابراتي خدمتونو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوام ورکوي

کابل، افغانستان ــ۲۰۱۹ آګست۱۳

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4.75G+ LTE ــ د افغانستان تر ټولو چټک او پرمختللي خدمتونه په مزار شریف او غزني ښارونو کې د لاسرسي وړ دي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4G LTE خدمتونه د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل او یاد شرکت وتوانید چې خپل موقف په په افغانستان کې د  یو مخکښ، مبتکر او په نړیواله کچه د 4G LTE مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکی شرکت په توګه په چټکه جوړ کړي. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 4.75G+ LTE شبکې خدمتونو سره پېرودونکي کولای شي تر ټولو چټک اپلوډ او ډاونلوډ خدمتونه چې نن په افغانستان کې د لاسرسي وړ دي ترلاسه کړي.

مزارشریف او غزني ښارونو کې چټک  4G LTE آسانتیاوو پراختیا،  د تجارانو او پېرودونکو د پرله پسې غوښتنو وروسته په نړیواله کچه د چټک مخابراتي خدمتونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دوامداره او بریالیو استراتیژیو د پلي کېدوښکارندوینه کوي.

”مزار شریف او غزني ښارونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 4.75G+ LTE شبکې پراختیا، زمونږ پېرودونکو له پاره دې ولایتونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له وروستیو ژمنو څخه دي چې درنو افغانانو ته تر ټولو نوپرمختللي او ډاډمن مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.“  دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

” افغان بېسیم د هېواد په کچه تر ټولو ستره او د 4G LTE مخابراتي خدمتونو پرمختللې شبکه ده.“   ښاغلي رامین زیاته کړه.  ” افغان بېسیم مخابراتي شرکت به خپل د 4G LTE خدمتونو او په مخابراتي سکټور کې خپلې رهبرۍ ته دوام ورکړي ـ تر څو زموږ مخابراتي خدمتونه، د مبایل له لارې د پیسو خدمتونه او د ټکنالوژي آسانتیاوې هر افغان ته د هېواد په هرځای کې د لاسرسي وړ وي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 2) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2019-08-13 18:16:20
Post date GMT: 2019-08-13 13:46:20

Post modified date: 2019-08-25 18:17:10
Post modified date GMT: 2019-08-25 13:47:10

Export date: Tue Mar 19 2:39:31 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com