Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/?lang=ps
Export date: Fri Mar 29 1:55:18 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ډير راڼه غږ خدمات وړاندې کوي


سوداګر، مستهلکین د ډیر راڼه غږ خدماتو او آسانتیاوو ته چې د افغان بېسیم له خوا وړاندې کیږي ښه راغلاست وایي.

دا خدمات ستاسې خبرې رڼې او کیفیت یې لوړوي.

 

کابل، افغانستان ــ مې ۱۱، ۲۰۱۵ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) ،

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی سوداګرو او مستهلکینو ته د غږ، معلومات او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي. افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ډير راڼه غږ خدماتو خبر ورکوي ــ دا غوره آسانتیا یواځې افغان بېسیم پېرودونکو ته شته ــ چې په مخابراتي اړیکو کې له مبایل څخه مبایل ته د غږ روڼوالي ته ډېر پرمختګ ورکوي.

 

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو ګرانو پېرودونکو (2.5G او 3G) ته د راڼه غږ غوره مخابراتي آسانتیاوې وړاندې کوي.

 

په کافي توګه حساس چې د انسانانو غږ په بشپړه او څرګنده توګه پیدا او لېږدوي، همدا رنګه د افغان بېسیم ډير راڼه غږ خدمات کولای شي چې اضافی غږونه له منځه ویسي، د اړیکه نیوونکو غږ روڼ کړي او د طبعي غږ لېږد چې دا ټولې آسانتیاوې د افغان بېسیم پېرودونکو ته اجازه ورکوي چې د مبایل خدماتو لوړ کیفیت مخابراتي خدماتو څخه چې نن په افغانستان کې شته کار واخلي.

 

 

”د افغان بېسیم د راڼه غږ خدماتو او عالي 3G (HSPA+) انترنټ سیستم دا ثابته کړه چې مونږ په افغانستان کې د بېسیم مخابراتي سکتور په برخه کې نوښت رامنځته کړی، زمونږ پېرودونکي اوس کولای شي چې د خدماتو او غږ له لوړ کیفیت څخه کار واخلي چې زمونږ سیالو شرکتونو له وس څخه پورته خبره ده“، دا خبره, امین رامین, د افغان بېسیم مشر وکړه.

 

” د افغان بېسیم د راڼه غږ خدمات هغه افغان سوداګرو او شرکتونو ته چې په خپلو ورځنیو چارو کې څو کسیزه خبرې کوي د مشتریانو خدماتو څانګو ته ورځي او یا بیړنیو خدماتوته اړتیا پیدا کوي ډېر ارښت لري“

 

د افغان بېسیم پېرودونکي اوس د 300000,000 کسانو له هغه نړیوالې ټولنې چې د راڼه غږ له خدماتو څخه کار اخلي او دا وايي چې افغان بېسیم په نړیوال ستندرد مخابراتي آسانتیاوې وړاندې کوي.

 

د افغان بېسیم په هکله:

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی. چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم څلور ملیونو سوداګرو، مستهلکینو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي. دا شرکت 425 بیسیم شبکو د 125 هېوادونو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

اوس افغان بېسیم د نړۍ ۱۲۵ هېوادونو له ۴۲۵ شرکتونو سره مخابراتي اړیکې لري.

 

د انساني غږ د ښه لېږد پوره ظرفیت، ټول اضافي غږونه له منځه وړي، د دواړو خواوو ترمنځ روڼ او طبیعي غږ.

خلک دې د افغان بېسیم له دې مخابراتي خدماتو څخه کار واخلي.

د ډېرو معلوماتو له پاره www.afghan-wireless.com 4 يا www.tsiglobe.com 5 ته ورشئ.

 

۶۰۰۰ کسان په مستقیمه توګه په افغان بېسیم، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخکښ شرکت کې کار کوي او ۱۰۰۰۰۰ نورو ته د قراردادیانو او پلورونکو په توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
  4. http://www.afghan-wireless.com/
  5. http://www.tsiglobe.com/
Post date: 2015-05-26 05:11:50
Post date GMT: 2015-05-26 05:11:50

Post modified date: 2015-08-23 05:14:29
Post modified date GMT: 2015-08-23 05:14:29

Export date: Fri Mar 29 1:55:18 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com