Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%af-4g-lte-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1%db%8c%d8%b2/?lang=ps
Export date: Thu Apr 25 22:11:03 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE سوداګریز خدمتونه، نوي تولیدات او آسانتیاوې برابروي چې د شرکتونو له پاره تر ټولو چټکې، خوندي او مناسې دي


کابل، افغانستان ــ جون ۱۱، ۲۰۱۸ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1)

په افغانستان کې د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، او د مبایل مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او نږدې ۵۰۰۰۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل درې نوي سوداګریز مخابراتي خدمتونه پیل کړل.

سوداګرو ته د افغان بېسیم 4G/LTE خدمات: پیاوړي سېګنالونه، ډاډمنې ټلیفوني اړیکې تر ټولو مناسبې انټرنټي کڅوړې:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت، سوداګرو ته خپل د 4G/LTE خدماتو کیفیت لوړ کړی او په دې سره به سوداګر او پېرودونکي وکولای شي ښې او مناسبې ټلیفوني اړیکه ولري.

د افغان بېسیم 4G رپیټر دستګاه د 3G/4G سېګنالونو کیفیت تر ۵۰۰ مترو مربع پورې لوړولای شي. د افغان بېسیم رپیټر دستګاه یوه بشپړه آسانتیا ده چې یو آنتن، دیرش متره کیبل او یو ادپتر لري چې ځانګړو پېرودونکو ته د دې شرکت د ژمنو څرګندونه کوي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت به دا د 4G رپیټر دستګاه د پېرودونکو په خوښه د هغوی په موقعیتونو کې نصب کړي.

د افغان بېسیم PABX: خوندي او چټکې سوداګریزې اړیکې:

د افغان بېسیم PABX آسانتیاوې د افغان بېسیم E1 نښلونې له لارې په مستقیمه بڼه سوداګرو ته د خوندي ټلیفوني اړیکو او انټرنټی خدمتونو زمینه برابروي. د افغان بېسیم PABX خدمتونه، فعالولو له پاره سیمکارټ ته اړتیا نلري او هغه پېرودونکي چې له PABX خدمتونو څخه کار اخلي، هغوی به د انټرنټ او غږیزو خدماتو مناسب تخفیف په اونۍ کې څلورویشت ساعته ترلاسه کړي.

شرکتونو له پاره ۱۰ جي بي انټرنټي کڅوړې: لوړه ګټه اخیستنه، لوړ ارزښت:

افغان بېسیم شرکتونو ته د۱۰ جي بي انټرنټي کڅوړو پلان وړاندې کوي چې په دې سره به هغوی وکولای شي چې پرلپسې ټلیفوني او انټرنټي خبرې وکړي. شرکتونه کولای شي د *477*10*1# په ډایلولو سره د ۱۰ جي بي انټرنټي کڅوړه په خپل افغان بېسیم سیمکارټ کې فعاله کړي.

”د افغان بېسیم مخابراتي خدمتونو په کارولو، سوداګر او شرکتونه کولای شي خپلو پېرودونکو سره په افغانستان او بهر کې خپلې اړیکې پراخې او ډاډمنې کړي.“دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم ریس کړې ده.

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 3) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.

 

 
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2018-06-11 21:00:16
Post date GMT: 2018-06-11 16:30:16

Post modified date: 2018-07-19 21:01:43
Post modified date GMT: 2018-07-19 16:31:43

Export date: Thu Apr 25 22:11:03 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com