Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%87-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%ae/?lang=ps
Export date: Sat Apr 20 0:57:27 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت فراه ښار کې خپلو 4G LTE خدماتو ته پراختیا ورکړه


افغان بېسیم، افغانستان کې د 4G LTE یواځېنی وړاندې کوونکی د هېواد تر ټولو چټکه او د ټکنالوژۍ پرمختللې شبکه

کابل، افغانستان ــ فېروري ۵، ۲۰۱۸ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) ، د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په فراه ښار کې دوه برابره کړ، افغان بېسیم دا ځل خپل د 4G/LTE خدمات په فراه ښار کې پرانیستل.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په هېواد کې 4G LTE  مخابراتي خدماتو لومړنی شرکت دی.

فراه ولایت ته د 4G/LTE خدماتو چټکې شبکې پراختیا د افغان بېسیم د 4G LTE شبکې د اندازې او ظرفیت دوه برابره کول دا څرګندوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو نړیوالې اړیکې چټکې دي او بازار د پرمختللیو او چټکو خدماتو له پاره د چټکۍ او پراخېدو په حال کې دی.

”فراه ښار کې د افغان بېسیم 4G/LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او دا شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې چټک، ډاډمن او پرمختللي مخابراتي خدمات وړاندې کړي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ”  افغان بېسیم ژمن دی چې د 4G/LTE شبکې خدماتو ته پراختیا ورکړي او موږ به خپل تاریخي دریځ د افغانستان لومړني مخابراتي شرکت په توګه چې افغانان له یو بل او نړۍ سره نښلوي په کلکه وساتو.“

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2018-02-05 14:56:21
Post date GMT: 2018-02-05 10:26:21

Post modified date: 2018-02-07 14:56:55
Post modified date GMT: 2018-02-07 10:26:55

Export date: Sat Apr 20 0:57:27 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com