Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%86%db%8c%d9%85%d8%b1%d9%88%d8%b2-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%da%a9/?lang=ps
Export date: Thu Mar 28 19:37:40 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت نیمروز ښار کې خپلو 4G LTE خدماتو ته پراختیا ورکړه افغان بېسیم، افغانستان کې د 4G LTE یواځېنی وړاندې کوونکی، نیمروز ولایت ته د دې خدماتو پراختیا افغانستان کې د افغان بېسیم 4G LTE شبکې پراخېدنې څرګندونه کوي


کابل، افغانستان ــ۲۰۱۷ ډسمبر5، د 1396 کال د لیندۍ 14

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په نیمروز ولایت زرنج ښار کې دوه برابره کړ، افغان بېسیم دا ځل خپل د 4G LTE خدمات په هرات ښار کې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱ نیټه پرانیستل.

 

افغان بیسیم خپل د 4G LTE خدمات د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل کړل، افغان بیسیم په هېواد کې یواځېنۍ مخابراتي شبکه ده چې 4G LTE خدمات وړاندې کوي.

همدا راز؛ نیمروز ولایت ته د افغان بېسیم تر ټولو چټک 4G LTE خدماتو پراختیا په بازار کې زمونږ د ګرانو پېرودونکو د زیاتو غوښتنو څرګندونه کوي. نو؛ افغان بېسیم ژمن دی چې خپل بریالي 4G LTE خدمات د هېواد ګوټ ګوټ ته وغزوي.

 

”نیمروزښار کې د 4G LTE شبکې پراختیا، زمونږ پېرودونکو له پاره دې ولایت کې غوره فرصت دی چې افغانستان کې خپلو پېرودونکو ته تر ټولو چټک، راڼه مخابراتي او انټرنټي خدمات وړاندې کوو.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. ښاغلي رامین زیاته کړه: ”مونږ په افغانستان کې د نړۍ په کچه د 4G LTE خدماتو یواځېنی وړاندې کوونکی یو، افغان بېسیم به خپلو خدماتو ته دوام ورکړي چې د 4G LTE خدماتو په برخه کې له نورو مخکښ وي، مونږ تل هڅه کوو چې سربیره له نیمروز ولایت څخه ډېر ژر خپل 4G LTE خدمات هر پېرودونکي ته د هېواد په هر ځای کې وړاندې کړو .“

 

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت  (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 2) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم پنځه ملیونو مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-12-05 01:23:30
Post date GMT: 2017-12-04 20:53:30

Post modified date: 2017-12-16 01:23:54
Post modified date GMT: 2017-12-15 20:53:54

Export date: Thu Mar 28 19:37:40 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com