Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%ae/?lang=ps
Export date: Fri Apr 26 9:25:37 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت هرات ښار کې خپلو 4G LTE خدماتو ته پراختیا ورکړه افغان بېسیم، افغانستان کې د 4G LTE یواځېنی وړاندې کوونکی د هېواد تر ټولو چټکه او د ټکنالوژۍ پرمختللې شبکه


کابل، افغانستان ــ نومبر ۱۲، ۲۰۱۷ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 2 1) ،

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په هرات ښار کې دوه برابره کړ، افغان بېسیم دا ځل خپل د 4G/LTE خدمات په هرات ښار کې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۱ نیټه پرانیستل.

هرات ښار ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE  شبکې پراختیا د دې شرکت د توان ، پرمختګ او د هېواد په کچه د چټکو مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ښه نښه ده.

په کابل کې له 4G/LTE خدماتو څخه اوه میاشتې وروسته دا دی اوس د دې شبکې دا خدمات په هرات ښار کې وړاندې کیږي.

همدا راز، افغان بېسیم په هېواد کې یواځېنی شرکت دی چې په چټکۍ سره وتوانید خپلو پېرودونکو ته د 4G/LTE خدمات وړاندې کړي.

هرات ښار کې د افغان بېسیم 4G/LTE خدمات د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شول چې په دې مراسمو کې د افغان بېسیم لوړپوړو چارواکو او د هرات سیمه ییز دفتر کارکوونکو ګډون درلود.

”هرات ښار کې د 4G/LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او دا شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هېواډ په ګوټ ګوټ کې چټک او پرمختللي خدمات وړاندې کړي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-11-12 01:24:40
Post date GMT: 2017-11-11 20:54:40

Post modified date: 2017-11-22 01:25:19
Post modified date GMT: 2017-11-21 20:55:19

Export date: Fri Apr 26 9:25:37 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com