Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%a7/?lang=ps
Export date: Thu Apr 18 19:08:48 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په هلمند ولایت کې د 3G چټک خدمات وړاندې کوي


 

هلمند ولایت کي په لومړي ځل سره تر ټولو چټکو انترنټي خدماتو افغان بېسیم ته دا بریا ور په برخه کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټولو سترو ښارونو کې په نړیواله کچه بیسیم خدمات وړاندې کړي.

 

کابل، افغانستان ــ آګست ۳۱، ۲۰۱۵ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 3 1) ،

 

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دا شرکت له ۴،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو سوداګرو او مستهلکینو، پېرودونکو ته د غږ او انترنټي خدمات وړاندې کوي. افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپلو ګرانو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې دا شرکت هلمند ښار ته خپلې چټکې شبکې له لارې د 3G چټک انترنټي خدمات رسوي.

اوس په هلمند ولایت کې مستهلکین او سوداګر کولای شي چې له اتو خدماتو څخه یو په خپله خوښه وټاکي، د افغان بېسیم راڼه غږ خدماتو له لارې په طبیعي توګه خبرې وکړي، همدا راز د افغان بېسیم ګران پېرودونکي به وکولای شي د ولایت په ګوټ ګوټ کې پرته له کومې تخنکي ستونزې او د اړیکو پرېکېدو څخه خبرې وکړي، له بل پلوه ټول ولایت زمونږ تر پوښښ لاندې دی.

همدا راز د افغان بېسیم پېرودونکي به وکولای شي چې ستر حجم لرونکي معلومات ترلاسه کړي یا واستوي او یا د افغان بېسیم 3G چټک انترنټي خدماتو په کارولو سره هر څه ژر ډاونلوډ او یو له بل سره معلومات شریک کړي. افغان بېسیم د افغانستان تر ټولو پرمختللې، د ډاډ وړ او چټکه شبکه.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په هلمند ښار کې د 3G خدماتو سیمه په چټکۍ پراخوي چې دا په خپله د افغان بېسیم له غوره او مثبتو کارونو څخه ګڼل کیږي، دې شرکت په نړیواله کچه د چټکو خدماتو آسانتیاوې او د سېګنال لېږد سیسټمونو له پاره پانګونه کړې. افغان بیسیم د هېواد په کچه یواځنی مخابراتي شرکت دی، چې خپلو ټولو 3G سایټونو کې د (Dual Carrier-HSPA+ or High Speed Packet Access Plus) نوې تکنالوژۍ کاروي. دا خــدمـــــــــــتونه د (Dual Carrier-HSUPA or High Speed Uplink Pocket Access) له لارې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د یوه مخابراتي سایټ په کچه تر (42Mbps) پورې د معلوماتو د لېږد چټکتیا برابروي او خپلو پېرودونکو ته د 3G انترنټ چټکه آسانتیا وړاندې کوي.

 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت هغه ګران پېرودونکي چې د 3.75G خدماتو د کارولو په هکله معلومات غواړي باید پوښتنو ته ورشي:

http://afghan-wireless.com/internet-3g2g/3g-internet/3g-faqs/ 2

 

” هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چټکې پراختیا، بوختیا په برخه کې ښه وده کړې ده او د هېواد ګوټ ګوټ کې زمونږ په 3G چټکې شبکې کې د هلمند شاملیدل یو ځل بیا د دې ښکارندوی کوي چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپلو سیالو مخابراتي شرکتونو په پرتله ښه لوري پلو روان دی، همدا راز مونږ د دې توان لرو چې په نړیواله کچه افغان مستهلکینو او سوداګرو ته د بیسیم مبایل آسانتیاوې وړاندې کړو “

دا خبره, امین رامین, د افغان بېسیم مشر وکړه.

د افغان بېسیم په هکله:

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 3 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 4) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.google.com/url?q=http%3A%2F%2Fafghan-wi reless.com%2Finternet-3g2g%2F3g-internet%2F3g-faqs %2F&sa=D&sntz=1&usg=AFQjCNGkGAy3HWWaWA 1GXC_dADOaneKi6Q
  3. http://www.afghan-wireless.com
  4. http://www.bayat-group.com
Post date: 2015-09-01 11:05:31
Post date GMT: 2015-09-01 11:05:31

Post modified date: 2015-09-01 11:05:31
Post modified date GMT: 2015-09-01 11:05:31

Export date: Thu Apr 18 19:08:48 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com