Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%da%a9/?lang=ps
Export date: Wed Apr 24 2:10:03 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کابل ښار کې د سوپر وای فای خدمات وړاندې کوي


افغان بېسیم خپلو مشتریانو ته له ۳۵۰ آنتنونو څخه چټک، رېښتني او پرلپسې انترنتي خدمات وړاندې کوي.

 

کابل، افغانستان ــ جون ۱۱، ۲۰۱۵ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 2 1) ،

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو او مستهلکینو ته د 2G او 3G غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات د راڼه غږ وړتیا لرونکو مبایلونو له لارې وړاندې کوي دا شرکت د لومړي ځل له پاره په کابل ښار کې د سوپر وای فای چټک انترنټي خدمات وړاندې کوي.

 

 

اوس په کابل ښار کې د افغان بېسیم پېرودونکي، سوداګر او مستهلکین کولای شي چې د افغان بېسیم شبکې ۳۵۰ څخه ډېر، سوپر وای فای هاټ سپاټ سره وصل شي، اوس ګران پېرودونکي کولای شي چې په خپلو کورونو او دفترونو کې د رېښتني چټک براډ بانډ انترنټ څخه کار واخلي.

 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي چې زیرک مبایلونه، ټبلیټونه، لپ ټاپونه او نور انترنټي وسایل کاروي. د چټک ډاونلوډ تر څنګ به وکولای شي چې د افغان بېسیم غږیزو اړیکو او شته خدمتونو څخه د کابل ښار په هر ځای او هر مهال کې کار واخلي.

 

ګران پېرودونکي به د افغان بېسیم (سوپر وای فای) ته د لاسرسي له پاره څلور ساده لارې وکاروي:

 

  • په “Super WiFi” کلېک کړئ چې ونښلول شئ

  • په هغه پاڼې کې ځان راجسټر کړئ چې د افغان بېسیم بیلانس په سوپر وای فای حساب کارولای وشئ.

  • د سوپر وای فای براډ بانډ پلانونو څخه یو پلان وټاکئ

  • د سوپر وای فای خدماتو کارول پیل کړئ


 

سوپر سېکیور لاګ این: د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي د غبرګو پسورډونو په کارولو سره، سوپر وای فای ته ورسي. د افغان بېسیم سوپر سېکیور لاګ این د سوپر وای فای کاروونکو او د هغوی د حساب خوندي ساتلو ډاډ ورکوي.

 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت سوپر وای فای خدمات افغانستان کې درنو پېرودونکو ته د ډاونلوډ تر ټولو چټکه آسانتیا وړاندې کوي. د ودانیو اوسېدونکي چېرې چې د سوپر وای فای خدمات د لاسرسي وړ وي هغوی به انترنټ ته په آسانه توګه لاسرسی پیدا کړي، د پوهنتونونو زده کوونکي، د مبایل کاروونکي کولای شي په چټکه او رېښتنې توګه معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدا راز د افغان بېسیم مخابراتي شرکت دولتي پېرودونکي چې د دولت په وزارتونو کې دي کولای شي خپلې چارې او مهمې شخصې پروژې د افغان بېسیم سوپر وای فای له لارې ترسره کړي.

 

”کابل کې د افغان بېسیم سوپر وای فای پرانېستنه، دا زمونږ په ستراټیژۍ کې د افغانانو له پاره وروستی بریالیتوب دی چې هغوی ته دا نوښت وړاندې کوو. د نړۍ په کچه براډ بانډ او د موبایل انترنټ چټک خدمتونه، “دا خبره امین رامین د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مشر وکړه، له سوپر وای فای څخه د مبایل براډ بانډ تر چټک انترنټ او د راڼه غږ خدمتونو پورې، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپلو بنسټیزو چارو، محصولاتو او خدمتونو ته چې په بازار کې زمونږ مدیریت پیاوړی کوي. په چټکه توګه دوام ورکوي. تر دې مهمه دا چې زموږ ګران پېرودونکي وکولای شي چې خپلې مهمې او شخصي سترې هیلې ترلاسه کړي. “

 

د افغان بېسیم په هکله:

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

 

۶۰۰۰ کسان په مستقیمه توګه په افغان بېسیم، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخکښ شرکت کې، کار کوي او ۱۰۰۰۰۰ نورو ته د قراردادیانو او پلورونکو په توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د ډېرو معلوماتو له پاره www.afghan-wireless.com 4 يا www.tsiglobe.com 5 ته ورشئ.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
  4. http://www.afghan-wireless.com/
  5. http://www.tsiglobe.com/
Post date: 2015-08-20 04:39:37
Post date GMT: 2015-08-20 04:39:37

Post modified date: 2015-08-20 04:39:37
Post modified date GMT: 2015-08-20 04:39:37

Export date: Wed Apr 24 2:10:03 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com