Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-2/?lang=ps
Export date: Wed Apr 24 0:47:55 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د 3.75G چټک پراخه بانډ خدمات وړاندې کوي


 د کندهار ډېرو چټکو انترنټ خدماتو افغان بېسیم ته دا بریا ور په برخه کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټولو سترو ښارونو کې په نړیواله کچه د پراخه بانډ خدمات وړاندې کړي

 کابل، افغانستان ــ مې ۲۶، ۲۰۱۵ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 5 3 1)

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو او مستهلکینو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي. افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپلو ګرانو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې دا شرکت کندهار ښار ته خپل نوي  3.75G چټک پراخه بانډ خدمات رسوي.

اوس په کندهار ولایت کې مستهلکین او سوداګر کولای شي چې له اتو خدماتو څخه یو په خپله خوښه وټاکي، د افغان بېسیم راڼه غږ خدماتو له لارې په طبیعي توګه خبرې وکړي، همدا راز د افغان بېسیم ګران پېرودونکي به وکولای شي چې ستر حجم لرونکي معلومات ترلاسه کړي یا واستوي او یا د افغان بېسیم 3.75G چټک پراخه بانډ خدماتو په کارولو سره هر څه ژر ډاونلوډ او یو له بل سره معلومات شریک کړي.

release



افغان بېسیم د افغانستان تر ټولو پرمختللې، د ډاډ وړ او چټکه شبکه.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کندهار ښار کې د براد بانډ خدماتو سیمه په چټکۍ پراخوي چې دا په خپله د افغان بېسیم له غوره او مثبتو کارونو څخه ګڼل کیږي، دې شرکت په نړیواله کچه د براد بانډ خدماتو او د سېګنال لېږد سیسټمونو له پاره پانګونه کړې. افغان بیسیم د هېواد په کچه یواځنی مخابراتي شرکت دی، چې خپلو ټولو 3G سایټونو کې د (Dual Carrier-HSPA+ or High Speed Packet Access Plus) نوې تکنالوژۍ کاروي. دا خــدمـــــــــــتونه د (Dual Carrier-HSUPA or High Speed Uplink Pocket Access) له لارې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د یوه مخابراتي سایټ په کچه تر (42Mbps) پورې د معلوماتو د لېږد چټکتیا برابروي او خپلو پېرودونکو ته د 3.75G  انټرنټ چټکه آسانتیا وړاندې کوي.

همدارنګه افغان بیسیم د انټرنټ پروټوکول  شپږم ورژن (IPv6) هم پلی کوي چې دا به دا شرکت د افغانستان په کچه یو ځل بیا د ټولو مخابراتي شرکتونو په منځ کې مخکښ او ځانګړی کړي. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت هغه ګران پېرودونکي چې د چټک پراخه بانډ خدماتو د کارولو په هکله معلومات غواړي باید پوښتنو ته ورشي: http://afghan-wireless.com/internet-3g2g/3g-internet/3g-faqs 2

” په کندهار ښار کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت 3.75G   چټک براد بانډ خدماتو وړاندې کول، دا څرګندوي چې دا شرکت د خپلو سیالو مخابراتي شرکتونو په پرتله په ښه دریځ کې دی، دا زمونږ د وس ښکارندوی دی چې مونږ افغان مستهلکینو او سوداګرو ته په نړیواله کچه خدمات وړاندې کوو“ دا خبره, امین رامین, د افغان بېسیم مشر وکړه.

” په کندهار زون کې زمونږ سیال مخابراتي شرکتونه د پانګونې په برخه کې پاتې راغلل او دا د هغوی له وس څخه پورته خبره ده چې مخابراتي خدمات په معیاري توګه وړاندې کړي“ دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس وکړه.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په سیمه کې تر ټولو ستره شبکه ده او په زیرک مبایلونو کې زمونږ 3G خدمات به په کندهار کې تر ټولو چټک انترنټ ولري.

” هغه وویل، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت په سیمه کې د خپلې شبکې پراخوالي ته دوام وکوي چې د کندهار ګران خلک وکولای شي د افغان بېسیم له لارې تر ټولو چټک، پرمختللي او د مبایل اړیکو خدمتونو ته لار ومومي.

” د ۲۰۱۵ کال تر پایه، افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د مبایل او مخابراتي خدماتو یواځېنی شرکت وي چې د افغانستان په سترو ښارونو کې چټک براد بانډ خدمتونه وړاندې کړي . “

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 5 3 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 4) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

۶۰۰۰ کسان په مستقیمه توګه په افغان بېسیم، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخکښ شرکت کې، کار کوي او ۱۰۰۰۰۰ نورو ته د قراردادیانو او پلورونکو په توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د ډېرو معلوماتو له پاره www.afghan-wireless.com 5 3 1 يا www.tsiglobe.com 6 ته ورشئ.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com/
  2. http://www.google.com/url?q=http%3A%2F%2Fafghan-wi reless.com%2Finternet-3g2g%2F3g-internet%2F3g-faqs %2F&sa=D&sntz=1&usg=AFQjCNGkGAy3HWWaWA 1GXC_dADOaneKi6Q
  3. http://www.afghan-wireless.com/
  4. http://www.bayat-group.com/
  5. http://www.afghan-wireless.com/
  6. http://www.tsiglobe.com/
Post date: 2015-06-08 04:59:24
Post date GMT: 2015-06-08 04:59:24

Post modified date: 2015-06-08 10:28:35
Post modified date GMT: 2015-06-08 10:28:35

Export date: Wed Apr 24 0:47:55 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com