Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90/?lang=ps
Export date: Fri Apr 19 6:47:11 2024 / +0000 GMT

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د 4G/LTE شبکې پرمختللي خدمتونه پیل کړل، افغان بېسیم افغانستان کې د 4G/LTE نسل تر ټولو پرمختللي او چټک +4.75G خدمتونو ته پراختیا ورکړه او درنو پېرودونکو ته د هغوی سیمکارټ نوي خدمت ته په وړیا توګه بدلوي.


کابل، افغانستان ــ اکتوبر ۲، ۲۰۱۸ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 2 1) ،

په افغانستان کې د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، د 4G/LTE  خدمتونو او د مبایل مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او نږدې ۵۰۰۰۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، انټرنتي او د موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت، سوداګرو ته خپل د +4.75G خدماتو کیفیت لوړ کړی او په دې سره به ګران سوداګر او پېرودونکي وکولای شي ښې او مناسبې ټلیفوني اړیکه ولري، د افغان بېسیم تر ټولو چټک او پرمختللي 4G/LTE خدمتونه اوس په کندهار ښار کې درنو پېرودونکو ته د لاسرسي وړ دي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت ــ افغانستان کې په مخابراتي برخه کې د مبایل بنسټ ایښودونکی چې کابو دوه لسیزې یې د خدمتونو وړاندې کولو کیږي.

دې شرکت درنو افغانانو ته د مخابراتي خدمتونو تر څنګ د ۲۰۱۷ ز.کال په مې میاشت کې د 4G/LTE انټرنټي خدمتونه پیل کړل. د چټکو او رښتینو مخابراتي خدمتونو په د پېرودونکو غوښتنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او په دې سره افغان بېسیم مخابراتي شرکت هڅه وکړه چې د خپل 4G/LTE خدمتونو ته پراختیا ورکړه.

په کندهار کې ګران پېرودونکي کولای شي د افغان بېسیم له +4.75G چټکو او غوره خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.

4.75G+ خدمتونه سوداګرو او پېرودونکو ته تر ټولو چټک انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي او تاسو کولای شئ په دې سره په چټکه توګه هر څه نن په افغانستان کې اپلوډ او ډاونلوډ کړئ.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت به د +4.75G خدمتونو پیل د غوښتل شویو پېرودونکو له پاره حیرانوونکي وړاندیزونو سره په کندهار کې ولمانځي، د پېرودونکو پخوانی سیمکارټ به +4.75G نوي سیمکارټ ته په وړیا توګه واړوي، ۱جي بي اضافي انټرنټي کڅوړه او پر پېرودونکو به هیڅ ډول اضافي لګښت وضع نشي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پېرودونکي کولای شي خپل سیمکارټ په کندهار کې د افغان بېسیم هر رسمي پلورنځي، د افغان بېسیم د خدمتونو مرکز او یا د افغان بېسیم مبایل خدمتونو غرفه کې +4.75G ته واړوي.

”په کندهار کې د افغانستان تر ټولو پر مختللي +4.75G ټکنالوژي خدمتونو پیل افغانانو ته زمونږ د ژمنو پوره کولو څرګندونه کوي، له نوښته ډکه ټکنالوژي او خدمتونه زمونږ د ولس اقتصادي پرمختګ پاره ډېر ګټور دي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: ”د +4.75G پرمختللې ټکنالوژيکي شبکې پراختیا د کندهار په شان مهمې اقتصادي سیمې او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به ټولو افغانانو ته په نړیواله کچه د همکارۍ غښتلې زمینه برابره کړي او دې سره به هېواد د ټکنالوژیکي ودې او پرمختګ په لور روان شي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 3) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2018-10-02 17:43:27
Post date GMT: 2018-10-02 13:13:27

Post modified date: 2018-10-04 18:18:41
Post modified date GMT: 2018-10-04 13:48:41

Export date: Fri Apr 19 6:47:11 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com