Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a8%db%8c%d8%a7%d8%aa-%d8%a8%d9%86%db%8c%d8%a7%d8%af-%d9%be%d9%87-%d9%be%d9%86%d8%ac%d8%b4%db%8c%d8%b1-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%88%d8%a7%d9%88%d8%b1%db%90-%da%9a%d9%88/?lang=ps
Export date: Sat Apr 20 13:32:14 2024 / +0000 GMT

بیات بنیاد په پنجشیر ولایت کې د واورې ښوېدنې په زپل شوې سیمه کې افغانانو سره بیړنۍ مرستې وکړې.


بیات بنیاد په پنجشیر ولایت کې د واورې ښوېدنې په زپل شوې سیمه کې افغانانو سره بیړنۍ مرستې وکړې.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په پنجشیر ولایت کې د واورې ښوېدنې په زپل شوې سیمه کې د مبایل شبکې واحدونو او مخابراتي آسانتیاوو ته پراختیا ورکړې.

کابل، افغانستان، د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۵ ـ بیات بنیاد د هغه عمومي مشر او د بشر دوستۍ ملاتړي احسان الله بیات پنچشیر ولایت کې د واورې ښوېدنې په زپل شوې سمه کې افغانانو سره په بیړني حالت کې د ۱۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نغدي مرسته وکړه، پنچشیرکابو ۶۰ مایله لرې له کابل څخه موقعیت لري.

”د بیات بنیاد مشر احسان الله بیات وویل “زمونږ زړونه د واورې ښویدنې له قربانیانو او هغو نورو افغانانو سره دی چې په پنچشیر ولایت کې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.”مونږ هیله لرو چې دغه مالي مرسته د روانو بیړنیو مرستو په فعالیتونو کې ملاتړ وکړي، کله چې وضعیت پراختیا ومومي دا به سیمې ته غوره لاسرسی ورکړي، مونږ هیله مند یو چې کورنیو سره په زپل شویو سیمه کې لا ډیرې مرستې ترسره شي. “

د بیات بنیاد مرستو تر څنګ، د ښاغلي بیات مخابراتي شبکې ـ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) د واورې ښوېدنې په زپل شوېو سیمو، کلیو او لرو پرتو سیمو کې چې د ډیرې واورې ښوېدنې له امله سړکونه بند ول خلکو ته یې په پنجشیر ولایت کې مخابراتي آسانتیاوې او د شبکې بیړنۍ مرستې پراخې کړې.

هره موسسه یا کس چې د بنیاد بیړنیو مرستو کې د ملاتړ لیواله دی کولای شي په آنلاین توګه www.bayatfoundation.org 1  مرسته وکړي.

د بیات بنیاد په هکله 

له ۲۰۰۵ ز کال څخه په امریکا کې د بیات بنیاد a 501 c(3)میشتې خیریې موسسې د افغانانو نېکمرغۍ ته پرمختګ ورکړی دی چې د احسان الله بیات او فاطمې بیات له لوري جوړ او رهبري کیږي، دغه بنیاد له ۲۰۰ څخه ډیرو پروژو کې لکه؛ د ځوانانو، ښځو، بېوزلو او مشرانو د ژوند د کیفیت لوړولو په برخه کې کارونه ترسره کړي دي. همدا راز د رغونې نورې زیر بنایي پروژې، روغتیايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، اقتصادي پروژې او فرهنګي پروګرامونو پروژې په لار اچولي دي. د هغه له خیریه نوښتونو څخه علاوه، احسان الله بیات په کال ۲۰۰۲ کې افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) جوړ کړـ یو شرکت چې د ټلفون نړیوال سیسټمونو،Inc،(TSI) او د مخابراتو وزارت په همهږۍ تاسیس کړـ چې دا شرکت په افغانستان کې د GSM بېسیم انترنت خدمتونو وړاندې کوونکی لومړنی شرکت دی، وروسته له هغه یې د آریانا راډیو او ټلویزیوني شبکې (ATN) جوړ کړ چې آریانا راډیو (FM 93.5) هم په دې کې شامل دی.

ډیرو معلوماتو له پاره مهرباني وکړئ info@bayatfoundation.org 2 ته برېښنالیک واستوئ.
Links:
  1. http://www.bayatfoundation.org/
  2. mailto:info@bayatfoundation.org
Post date: 2015-05-04 08:09:53
Post date GMT: 2015-05-04 08:09:53

Post modified date: 2015-06-01 11:31:25
Post modified date GMT: 2015-06-01 11:31:25

Export date: Sat Apr 20 13:32:14 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com