Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d9%88%d8%b1%d8%b2%d8%b4%d9%8a-%d9%be%db%8c%da%9a%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%aa%d9%81%d8%b1%db%8c%d8%ad%d9%8a-%d8%ae%d8%af%d9%85%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%aa/?lang=ps
Export date: Thu Mar 28 22:56:39 2024 / +0000 GMT

خبرونه، ورزشي پیښې او تفریحي خدمتونه ترلاسه کړئ، افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خزانه معلوماتي خدمتونه وړاندې کوي


کابل، افغانستان – د آګست دویمه- 2018 – د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (َAWCC)

( www.afghan-wireless.com 2 1)

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE، انټرنټي، تفریحي او د مبایل له لارې د پیسو ورکړې خدمتونه وړاندې کوي.

یاد شرکت، خپلو درنو پېرودونکو ته د پیغام له لارې ورزشي، تفریحي او مالي خدمتونه د خزانې خدماتو په کارولو وړاندې کوي، دا خدمتونه د افغان بېسیم ټولو هغه پېرودونکو ته چې په خپل مبایل حساب کې مخکې پیسې ډيروي د لاسرسۍ وړ دی.

خزانه خدمتونه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت درنو پېرودونکو ته په اووه بیلابیلو برخو لکه؛ خبرونه، تفریحي مطالب، روغتیا، مالي، ورزشي، لالیګا او نور معلومات وړاندې کوي.

د افغان بېسیم پېرودونکي کولای شي خپل د خوښې وړ خزانې خدمتونو ته د یوه کوډ په استولو خپل افغان بېسیم مبایلونو له لارې لاسرسی ولري.

د خزانې خدمتونو فعالول انټرنټ ته اړتیا نلري. د افغان بېسیم پېرودونکي کولای شي د لاندینو کوډونو په کارونې خپلو مبایلونو له لارې خزانې خدمتونو سره وصل شي:

د فعالولو او غیر فعالولو طریقه:



















































کڅوړه فعالول     غیر فعالول تعرفه
د خبرونو له پاره پیغام پاڼه کې E1 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 1 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
  د تفریحي مسایلو له پاره پیغام پاڼه کې E2 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 2 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
ورځنۍ روغتیايي خدمتونو له پاره پیغام پاڼه کې E7 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 7 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
  مالي خدمتونو له پاره پیغام پاڼه کې E3 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 3 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
  ورزشي برخې له پاره پیغام پاڼه کې E4 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 4 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
  د لالیګا له پاره پیغام پاڼه کې E6 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 6 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ
  معلوماتي برخې له پاره پیغام پاڼه کې E5 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ پیغام پاڼه کې off 5 ولیکئ او ۲۴۲۴ ته یې واستوئ ۱افغانۍ

 ” د خزانه خدمتونو وړاندې کول د افغان بېسیم له وروستیو ژمنو څخه هغه یوه ده چې زمونږ پېرودونکو ته معلوماتي خدمتونه او مطالب وړاندې کوي. “دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، افغان بيسیم مخابراتي شرکت له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په ۲۰۰۲ ز. کال کې ؛ ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړه.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2018-08-02 21:03:21
Post date GMT: 2018-08-02 16:33:21

Post modified date: 2018-08-29 21:04:02
Post modified date GMT: 2018-08-29 16:34:02

Export date: Thu Mar 28 22:56:39 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com