Afghan Wireless https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%ac%d9%85%d9%87%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d8%a7/?lang=ps Export date: Thu Dec 26 13:21:05 2024 / +0000 GMT |
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د بیات ګازي برېښنا شرکت ترمنځ د برېښنا تړون لاسلیک شود بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو په جوزجان ولایت کې پرانستل کيږي او له ۱،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو افغان کورنیو او سوداګرو ته برېښنا چمتو کوي کابل، افغانستان – د ۲۰۱۸ کال د اپرېل لومړۍ بیات بنسټ (www.bayat-energy.com) 1 ، په افغانستان کې ستر خصوصي غیرانتفاعي بنسټ چې د روغتیا، ښوونې روزنې، ټولینزې پراختیا له پاره کار کوي دا دی اوس د ګازي برېښنا خدمات وړاندې کوي، ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د بیات بنسټ تړون لاسلیک کړ او بیات ګروپ مشر، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړی پړاو چې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې موقعیت لري. په هغه رسمي غونډه کې چې په همدې موخه، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ښاغلي امان الله غالب د افغانستان برېښنا شرکت مشر او ډاکتر احسان الله بیات د بیات برېښنا خاوند، د بیات ګازي برېښنا پروژې د لومړي پړاو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې آغلې نرګس په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر قیومي ، په اقتصادي او بانکي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي اجمل احمدي، ګڼ شمیردولتي چارواکو، د رسنیو استازو او میلمنو ګډون کړی وو. د دې تړون په لاسلیکولو سره به بیات ګازي پروژه وکولای شي چې کابو ۱،۰۰۰،۰۰۰ کورنیو او سوداګرو ته د ۴۰ میګا واټه برېښنا ورکړي، د بیات ګازي برېښنا پروژې لومړي پړوا خدمات به د افغانستان برېښنا شرکت ( د افغانستان د برېښنا ملي شرکت) (https://main.dabs.af/) 2 له لارې درنو هیوادوالو ته وویشل شي. د بیات ګازي پروژې لومړی پړاو او د بیات برېښنا د برېښنا اخیستلو تړون د افغانستان دولت له لوري تایید او لاسلیک شو، دا په هېواد کې د ګازي برېښنا لومړۍ پروژه ده چې دا تړون دواړو خواوو ته ګتې رسوي او په لاندې ډول دي:
د بیات ګازي برېښنا په لومړي پړاو کې پرمختللي زیمینس SGT-45 توربین او وسایلو کارول کیږي هغه په هوستون او تکساس کې جوړ شوي. د دې پروژې په تطبیق سره به، په امریکا کې خلکو ته دندې او دلته په افغانستان د کورنۍ برېښنا ښه راتلونکې پيل شي. ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګازي برېښنا او د بیات بنسټ مشر په دې اړه وویل: "موږ د افغانستان د دولت له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوو چې د هېواد له طبیعي زیرمو څخه ګټه اخلي." ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات زیاته کړه:"مونږ یو افغاني شرکت یوو او د افغانستان د طبیعي ګازو د زیرمو پراختیا ته ژمن یاستو چې په دې سره وکولای شو افغانانو ته رښتینې او ښه برېښنا چمتو کړو." ښاغلي بیات وویل: " په افغانستان کې د برېښنا په داخلي صنعت کې پانګونه او زمونږ د هېواد د برېښنا د تولید پراختیا، د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته ګټور دي او په دې سره به د هیواد په ګوت ګوت کې خلکو ته کارپیدا شي ." د بیات بنسټ په هکله: بیات ګازي برېښنا شرکت په افغانستان کې لومړنی شرکت دی، چې د بیات شرکتونو مشر ډاکتر احسان الله بیات (www.bayat-group.com) 3 له خوا جوړ شوی. د بیات ګازي برېښنا د بیات شرکتونو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې په هغه کې افغان بېسیم مخابراتي شرکت www.afghan-wireless.com) 4، آریانا راډيو ټلویزیون (www.arianatelevsion.com) 5 او داسې نور ودانیز او لوجستيکي شرکتونه شامل دي. د بیات ګازي برېښنا شرکت په هکله د ډېرو معلوماتو له پاره لاندې وېب پاڼه وګورئ. www.bayat-energy.com 6 |
Links:
|
Post date: 2018-04-01 23:44:18 Post date GMT: 2018-04-01 19:14:18 Post modified date: 2018-04-03 23:45:01 Post modified date GMT: 2018-04-03 19:15:01 |
Export date: Thu Dec 26 13:21:05 2024 / +0000 GMT This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ] Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com |