Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d8%b1-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%be%d8%b1%d9%85%d8%ae%d8%aa%d9%84%d9%84%db%90-4-lte-%d8%b4%d8%a8%da%a9%d9%87-%d9%be%db%8c%d8%a7/?lang=ps
Export date: Thu Apr 25 5:41:56 2024 / +0000 GMT

د افغانستان تر ټولو پرمختللې 4 LTE شبکه پیاوړتیا او بریالتوب ته دوام ورکوي


کابل، افغانستان ــ۲۰۲۰ کال آګست11

افغان بېسیم مخابراتي شرکت لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او پنځه ملیونه پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4.75G+ LTE ــ د افغانستان تر ټولو چټک او پرمختللي خدمتونه نن کندز او بدخشان کې کې پیل کړل.

د افغان بېسیم 4.75G+ LTE شبکې خدمتونو سره سوداګر او پېرودونکي کولای شي تر ټولو چټک انټرنټي خدمتونه ترلاسه او په دې سره په چټکه توګه هر څه نن په افغانستان کې اپلوډ او ډاونلوډ کړي.

له هغه وخت څخه چې افغان بېسیم د افغانستان تر ټولو ستره 4G LTE شبکه د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل کړه، د پېرودونکو له لوري د ډاډمن، رښتیني او چټک مخابراتي آسانتیا غوښتنه وشوه او په دې سره د افغان بېسیم د 4G LTE شبکې د خدمتونو ساحه پراخه شوه.

”کندز او بدخشان ښارونو ته د افغان بېسیم 4G LTE شبکې پراختیا، زمونږ ولس ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له وروستیو ژمنو څخه یوه هغه ده چې افغانانو ته تر ټولو چټک او پرمختللي ټکنالوژیکي مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي .“  دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات, د افغان بېسیم بنسټ اېښودونکي او اجرايي مشر وکړه. ښاغلي بیات زیاته کړه: ”زمونږ د 4.75G+ LTE خورا چټکه شبکه، د مبایل له لارې د مای مني خدمتونه او نورې آسانتیاوې، افغان بېسیم ولس او سوداګرو ته ټکنالوژيکي آسانتیاوې وړاندې کوي، هغوی یو له بل سره نښلوي او دا زمونږ د هېواد  اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي.“

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلوردېرشو ولایتونو کې تشریف لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 2) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.bayat-group.com
Post date: 2020-08-11 18:03:36
Post date GMT: 2020-08-11 13:33:36

Post modified date: 2020-08-23 18:04:19
Post modified date GMT: 2020-08-23 13:34:19

Export date: Thu Apr 25 5:41:56 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com