Afghan Wireless https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%b2%d9%85%d8%a7-%d9%be%db%8c%d8%b3%db%90-%d8%ae%d8%af/?lang=ps Export date: Thu Dec 26 17:08:08 2024 / +0000 GMT |
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت زما پیسې خدمتونو او د افغانستان برښنا شرکت په ګډې همکارۍ د موبایل له لارې د برښنا د لګښت بل ورکړې خدمتونه پیل کړلوس د موبایل له لارې د افغان بېسیم زما پیسې خدمتونو په کارولو سره کولای شئ خپل د برښنا د لګښت بلونه ورکړئ کابل، افغانستان ــ فېبروري ۱، ۲۰۱۸ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) ، د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د موبایل مني خدمتونو او د افغانستان برښنا شرکت په ګډې همکارۍ سره د موبایل لارې د برښنا د لګښت بلونو ورکړې خدمات پیل کړل. د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د زما پیسې خدمتونو پېرودونکي کولای شي خپلو موبایلونو او زما پیسې خدماتو په کارولو سره د برښنا د لګښت بلونه ورکړي. سربېره پر دې؛ د زما پیسې خدمتونو پېرودونکي او د افغانستان د برښنا شرکت پېردونکي کولای شي پرته د زما پیسې حساب په درلودلو سره کولای شي چې خپل د برښنا بلونه کابل کې د افغان بېسیم رسمي پلورنځیو کې ورکړي. په کابل کې د افغان بېسیم هرې رسمي پلورنځیو کې به د برښنا د لګښت بل ورکړې له پاره ځانګړي کسان او ځای شتون لري چې پېردونکي خپل د برښنا بلونه ورکړي. افغان بېسیم مخابراتي شرکت او د افغانستان برښنا شرکت به په کابل کې د برښنا د لګښت بل ورکړې خدمتونو پیل کړي او هیله لري چې دا خدمتونه د افغانستان ګوټ ګوټ ته وغزوي چې ګران پېرودونکي ورڅخه ګټه پورته کړي. ”د افغان بېسیم زما پیسې خدمتونو شرکت د افغانستان برښنا شرکت درنو پېرودونکو ته تر ټولو خوندي او آسانه خدمتونه وړاندې کوي، دوی کولای شي چې د خپلو حسابونو له لارې چې د عوایدو راټولولو په برخه کې خوندي او آسانه طریقه ده خپل بلونه ورکړي.“ دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. نوموړي زیاته کړه: ” مونږ باور لرو چې نور زرګونه افغاني شرکتونه هم کولای شي چې له دې خدمتونو څخه ګټه واخلي البته هغه کسان چې په خوندي توګه د بل یا پیسو د ورکړې په لټه کې وي.“ د افغان بېسیم په هکله: افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو. افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري. |
Links:
|
Post date: 2018-02-01 13:48:24 Post date GMT: 2018-02-01 09:18:24 Post modified date: 2018-02-19 13:49:00 Post modified date GMT: 2018-02-19 09:19:00 |
Export date: Thu Dec 26 17:08:08 2024 / +0000 GMT This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ] Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com |