Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%84%d9%87-%d8%ae%d9%88%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81/?lang=ps
Export date: Fri Mar 29 5:48:56 2024 / +0000 GMT

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له خوا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د 4G/LTE خدمتونو وړاندې کول


د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رهبري، د ټکنالوژۍ د نوو نوښتونو په مرسته تل هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې ميليونونو خلکو ته د 4G/LTE خدمتونه وړاندې کړي

کابل، افغانستان – می 4، 2017- افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) 1، د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت او په افغانستان کې د موبايل مخابراتي خدمتونو بنسټ اېښودونکي په توګه، په غږيزو، انټرنېټي او د موبايل له لارې بانکدارۍ خدمتونو د مخکښ شرکت په توګه يې يوځل بيا خپل نه عوض کېدونکی ځای په افغانستان کې د يوې مخکښې او پرمختللې مخابراتي خدمتونو شبکې په توګه وښود او د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د 4G/LTE نړيوال خدمتونه وړاندې کوي.

4g


د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رئيس؛ ښاغلی امين رامين وايي: "مونږ وياړو، چې د لومړنۍ مخابراتي شبکې په توګه مو د افغانستان خلکو ته د 4G/LTE خدمتونه برابر کړي دي. " د افغان بيسيم له خوا په کابل او ورپسې په ټول هېواد کې، د 4G/LTE خدمتونو پرانيستنه، د نوموړي شرکت د هغو ژمنو د پلي کولو، چې افغانانو ته د نړۍ پرمختللي خدمتونه وړاندې کول دي، يوه ښه بېلګه ده." ښاغلي رامين زياته کړه: "افغان بيسيم مخابراتي شرکت د افغانانو په واسطه جوړ شوی او مونږ وياړو، چې د افغانانو لپاره خدمت کوو او د افغانستان اقتصادي، ټولنيزې او ټکنالوژيکې پرمختيا څخه ملاتړ کوو. "

د 4G ټکنالوژۍ په اړه:

د انټرنېټ ټکنالوژۍ له درېم نسل راوروسته، هڅې وشوې ترڅو څلورم نسل يې هم بازار ته وړاندې شي، چې د درېم نسل ټکنالوژۍ په پرتله به 10 برابره زيات سرعت ولري. د ټکنالوژۍ څلورم نسل په حقيقت کې د درېم نسل د بانډوېډ او خدمتونو پراختيا ده. د څلورم نسل انټرنېټ څخه په ګټې اخېستنې، د لوړ کيفيت غږيزې او تصويري اړيکې ټينګېدای شي، يعنې د انټرنېټ د څلورم نسل په کارولو سره، د شبکو د ازدحام پر وخت د معلوماتو لېږلو او يا ډانلوډ کولو سرعت په يوه ثانيه کې 100 مېګا بايټ او د اپلوډ کولو سرعت په يوه ثانيه کې 50 مېګا بايټو ته رسېږي.

4g-new

د اترا ادارې رئيس؛ ښاغلی ډاکټر محمد نجيب عزيزي وايي: "د 4G خدمتونو په پيل سره مونږ د افغانستان د زېربنايي پرمختيا په برخه کې يو بل ارزښتناک ګام پورته کړ او وتوانېدو چې خپلو هېوادوالو ته د سيمې د هېوادونو په څېر، د ټکنالوژۍ نوي خدمتونه وړاندې کړو. "

4g-pic


د 4G يا څلورم نسل تاريخچه:

د 4G يا څلورم نسل خدمتونه د لومړي ځل لپاره په 2009 ز. کال کې په ناروې کې پرانيستل شو. د نړۍ د 188 هېوادونو له ډلې تقريباً 580 شبکو، په تجارتي ډول د څلورم نسل يا 4G خدمتونه د 2016ز. کال وروستيو پورې پرانيستل.

اوس مهال په نړۍ کې د 4G LTE خدمتونو کاروونکي 2.28 ميليارد دي او تمه کېږي، چې تر 2020 ز. کال پورې به 3.63 ته پورته شي. همدارنګه ګومان کېږي، چې تر 2020ز. کال به د نړۍ ۷۵٪ خلکو ته د 4G LTE خدمتونه وړاندې شي.

 

د افغان بيسيم په اړه

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، چې په ۲۰۰۲ ز. کال کې د بیات ګروپ مشر؛ ښاغلي ډاکټر احسان الله بیات (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو. افغان بيسیم مخابراتي شرکت له پنځه ميلیونو څخه زياتو مشترکينو، سوداګرو او دولتي مشترکينو ته، چې د افغانستان په 34 ولایتونو کې موقعیت لري، د 2G، 3G، +3.75G ، 4G.LTE خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه، چې سرعت يې 3.75G دی، وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

افغان بيسيم مخابراتي شرکت له 400،000،000 ډالرو څخه په زياتې پانګونې سره وتوانېد، چې په افغانستان کې تر ټولو لويه، چټکه او د باور وړ شبکه جوړه کړي. افغان بيسيم خپلو پېرېدونکو ته 4G/LTE، 3G او 2G خدمتونه چې ظرفيت يې په يوه ثانيه کې لږ تر لږه 400 مېګاواټو ته رسېږي، يعنې په افغانستان کې تر ټولو چټک او ښه سرعت وړاندې کوي.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com)
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-05-09 19:10:33
Post date GMT: 2017-05-09 14:40:33

Post modified date: 2017-05-09 19:10:33
Post modified date GMT: 2017-05-09 14:40:33

Export date: Fri Mar 29 5:48:56 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com