Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d9%be%d9%8a%d8%b3%db%90-%d9%88%d8%b1%da%a9%da%93%d8%a6/?lang=ps
Export date: Fri Mar 29 14:29:24 2024 / +0000 GMT

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پيسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ خدمتونه، افغانستان کې په لومړي ځل د لمریز (سولري) برښنايي خدمتونه پیل کړل


په دې اړوند، پرتمینه غونډه د بیات رسنیز مرکز کې جوړه شوه، په دې غونډه کې ستراتیژیک ملګرو لکه؛ IFC, D.light, lighting Global, GSM Association, DABS  او ګڼشمیر لوړپوړو افغان چارواکو ګډون کړی وه.

کابل، افغانستان ــ جنوري ۲۰، ۲۰۱۹ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 3 1)

افغان بېسیم د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات  د نړیوال مالي بنسټ چې د نړیوال بانک غړی دی په همکارۍ یې وړاندې کوي، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت، پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ خدمتونه په افغانستان کې لومړني خدمات دي او هغو افغانانو ته چې عامه برښنايي خدمتونه ته لاسرسی نلري لمریز (سولري) خدمتونه وړاندې کوي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل نوي خدمات د نړۍ معتبرو بنسټونو، اقتصادي،  پراختیايي، مخابراتي، ټولنیزو او ځینو نورو برښنايي سازمانونو په همکارۍ لکه؛ نړیوال مالي کارپوریشن، لایټیننګ ګلوبل، جي اس ام اسوسیشن، ډيلایت او د افغانستان برښنا شرکت د افغانستان ملي برښنايي خدمتونو شرکت پلی کوي.

د افغان بېسیم لمریز یا سولري برښنايي سیستم د ډيلایټ WWW.dlight.com 2  په مرسته رامنځته شوی، یاد شرکت د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې له ۸۵ میلیونه څخه ډېرو خلکو ته لمريزه برښنا او د کورونو د رڼا خدمتونه چمتو کوي

د پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ خدمتونو تر نامه لاندې وړاندې کیږي، هغه کسان چې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ پروګرام کې چې د چراغ خانه په نامه یادیږي شامل شوي دی ـ د رڼا ډالۍ، کولای شي خپل روښنايي او برښنا سیستم د افغان بېسیم مای مني خدمتونو له لارې وپېري، مای مني په افغانستان کې د مبایل له لارې تر ټولو ستر خدمتونه دي. هره میاشت به یو څه کم مبلغ پیسې ستاسو د مبایل مني له خدمتونو څخه کمې شي. پېرودونکي کولاي خپل میاشتنی فیس په خپله  د افغان بېسیم رسمي پلورنځیو کې ورکړي.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت او د دې شرکت همکارانو په لومړي ځل افغانستان کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۲۰۱۹ کال، جنورۍ په ۲۰، بیات رسنیز مرکز کې پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ خدمتونه پرانیستل.

”نن، زمونږ پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ خدمتونه ــ د رڼا دا ډالۍ ــ به زرګونو افغانانو ته خوندي، پاکه او مناسبه برښنا او رڼا د افغانستان ګوټ ګوټ کې وړاندې کړي ــ مهمه نه ده چې هغوی د افغانستان په کوم ځای کې ژوند کوي.“

دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

د افغان بېسیم سوداګریز عملیاتو مشر ښاغلي کریستوفر لند ښه راغلاست ویلو وروسته، د خبرو وار ښاغلي امان الله غالب د افغانستان برښنا شرکت مشر ته ورسېد او د موضوع اړوند یې خبرې وکړې.

وروسته آغلې وګمې مومند کروخیل د IFC مشرې حاضرینو ته وینا وکړه.

د اوبو او برښنا وزیر ښاغلي خٌلمی په استازيتوب راغلي پلاوي او د کلیو او پراختیا وزارت په استازیتوب د یاد وزارت مرستیال ښاغلي قدرت د IFC په استازيتوب ښاغلي مارکو ایندلیکتو خبري وکړې.

”افغانستان ته د رڼا ډالۍ راوړل زمونږ له پیاوړو استراتیژیکو ملګرو لکه؛ IFC, d.light, DABS, Lightning Global, او GSM association  همکارۍ څخه پرته شونې نه وه .“

دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات،  د افغان بېسیم اجرائیه مشر او د بیات بنسټونو بنسټ ایښودونکي وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ”په دې سره، زموږ سختو چارو او نه ماتېدونکې ژمنو سره به خپل افغان ولس ته نه یواځې د رڼا ډالۍ بلکې د نېکمرغۍ او له هغه زیاته ډالۍ وړاندې کړو. د هیلو ډالۍ .“

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 3 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د نړۍ 125 هېوادونو، له 425 بیسیم شبکو سره، نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په کال ۲۰۰۲ کې، د بیات ګروپ مشر  (www.bayat-group.com 4) د مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړې ده.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://WWW.dlight.com
  3. http://www.afghan-wireless.com
  4. http://www.bayat-group.com
Post date: 2019-01-20 17:42:01
Post date GMT: 2019-01-20 13:12:01

Post modified date: 2019-01-23 17:43:09
Post modified date GMT: 2019-01-23 13:13:09

Export date: Fri Mar 29 14:29:24 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com