Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%af-%d8%a8%db%8c%d8%a7%d8%aa-%d8%a8%d9%86%d8%b3%d9%bc-%d9%85%d8%b4%d8%b1-%da%9a%d8%a7%d8%ba%d9%84%d9%8a-%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d8%ad%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%a8/?lang=ps
Export date: Sat Apr 20 8:10:53 2024 / +0000 GMT

د بیات بنسټ مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د ټولنیزو حقوق له پاره د مور تریسا (Mother Teresa Award) جایزه ترلاسه کړه.


دا ډالۍ دې خیریه بنسټ ته د روان کال د ډسامبر په څوارلسمه نیټه د بشریه مرستو په موخه ورکړل شوه.

Bayat

کابل، افغانستان – د ۲۰۱۷ کال د ډسامبر ۱۴ نیټه بیات بنسټ (www.bayatfoundation.org 1)، افغانستان کې ستر خصوصي غیر انتفاعي بنسټ چې د روغتیا، روزنې او ټولینز پراختیا له پاره کال کوي. ښاغلی ډاکتر احسان الله بیات د بیات بنسټ بنسټ ایښودونکی او د بیات ګروپ مشر www.bayat-group.com) ) د مور تریسا نړیواله جایزه ترلاسه کړه او په ورته وخت کې د ټولنیزعدالت په خاطر د هارموني بنسټ له لوري د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

دا بنسټ په ۲۰۰۵ کال کې د هارموني بنسټ (Harmony) له لوري جوړ شوی چې د مور تریسا له خدماتو څخه د ټولنې بېوزلو له پاره ستاینه وکړي. د مور تریسا نړیواله جایزه ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات ته د نوموړي بشر پالو خدماتو لکه؛ اړوکسانو ته د خوراکي توکو، روغتیایي خدماتو، روزنیز او ښوونیز پروګرامونو، د څښاک اوبو او د ژوندانه نورو اړتیاوو په چمتو کولو سره ورکړل شوه.

ډاکتر احسان الله بیات د بیات بنسټ، بنسټ ایښودونکی او د بیات ګروپ مشر او د هغه مېرمن آغلې فاطمې بیات، د بیات بنسټ اجرايه مشرې ته نوموړې ډالۍ چې د ښاغلي شرې تیوشار آرون ګاندي د مهاتما ګاندي کړوسي؛ ډاکتر ابراهم متای د هارموني بنسټ مشر او ښاغلي جیري جوز د ICICI Lombard  بشري سرچینو مشر له لوري ورکړل شوه.

هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه پکې د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، په ملګرو ملتونو کې د کډوالو کمیشنر ښاغلي یسوکو شیمیزو او ښاغلي تیوشار ګاندي د مهاتماګاندي کړوسي ګډون کړی وه. د ۲۰۱۷ کال د دې غونډې نور درانه ګډونوال؛ آغلې پرینکا چوپرا د هندوستان فلمي لوبغاړې، سندرغاړې، د فلم پروډیوسره او بشرپاله، جاپاني تکړه انجینیر او د پریتزکر جایزې ترلاسه کوونکی ښاغلی شیجیریو بن چې تل یې د کډوالو د اړتیاوو بشپړولو او بشرپالو طرحو په جوړولو کې کړې وه.

په ۲۰۰۵ کال کې د بې وزله میندو درنښت او مرستې په موخه جوړ شو، د مور تریسا نړیواله جایزه ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات او بیات بنسټ ته د نوموړي بشرپالنې په خاطر ورکړل شوه. بیات بنسټ چې د بې وزلو سره د مرستې په برخه کې یو مخکښ بنسټ دی تل یې د خپلو هڅو په دوام بې وزلو افغانانو ته، خواړه، کالي، روغتیايي خدمتونه، روزنیز پروګرامونه، د څښاک اوبه او نور رغنیز خدمتونه چې هر انسان د خپل ورځني ژوند کې اړتیا لري، وړاندې کړي دي.

د هاروموني بنسټ (Harmony) په 2005 کال کې د ډاکتر ابراهام متای (Dr. Abraham Matai) له لورې جوړ شو. د دې بنسټ موخې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولنو ترمنځ سوله ییزې اړیکې او ټولنیزې همهغږۍ دي. د مور تریسا نړیوالې جایزې پخواني ګټوونکي دا کسان دي: دالي لاما ,(Dali Lama) نانا آکوفو ادو (Nana Akufo-Addo)، د ګانا پخوانی جمهور رییس، بې پولې ډاکتران او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ابن زیاد آل نیان.

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات بنسټ مشرپه دې اړه وویل"زه د کلکته مور تریسا خدمات د بیوزلو د ژوندانه ښه والي له پاره وایم چې دا یو سپیڅلی کار دی او مونږ د ټولنیز عدالت له پاره د دې بنسټ نړیواله جایزه منو."

ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات زیاته کړه:" په ۲۰۰۶ کال کې کله چې ما او میرمن مې آغلې فاطمې بیات د بیات بنسټ چارې پيل کړې، مونږ ساده خو پیاوړې هیلې درلودې، مونږ غوښتل چې افغانانو له پاره روغتیايي، ښوونیز او روزنیز، د څښاک صحي اوبه او د ژوندانه نور لومړني خدمات وړاندې کړو."

همدا راز ښاغلي بیات وویل:"زه نن ویاړم چې بیات بنسټ افغانستان کې له ۳۰۰ څخه زیاتو مالي پروژو په ملاتړ له هغې ډلې د ۱۳ روغتونونو جوړول چې ۲۰۰۰۰۰۰ ماشومانو او میندو ته یې پاملرنه کړې ده، نوموړي زیاته کړه چې مونږ افغانانو ته له دې خدماتو څخه خوشحاله یو او هره ورځ هڅه کوو چې د تریسا مورتر شعار لاندې چې نړۍ ته یې ورکړی دی ژوند وکړو، کله چې د تریسا مور ویلي ول"تر ټولو غوره عمل هغه دی، چې مونږ یې یو بل سره ترسره کوو."

د بیات بنسټ په هکله:

بیات بنسټ چې له ۲۰۰۵ ز کال څخه په امریکا متحده ایالاتو کې موقعیت لري، یو ۵۰۱c(3) خیریه بنسټ دی. دې بنسټ تل د افغانانو سوکالۍ له پاره هڅې کړي چې د ښاغلي احسان الله بیات او فاطمه بیات له لوري جوړ شوی. یاد بنسټ له ۳۰۰ څخه زیاتې پروې پلي کړي چې ډیری یې د افغانستان د ځوانانو، ښځو، بیوزلو او سپین ږیرو د ژوندانه د کیفیت ښه والي له پاره وې او له هغې ډلې څخه  ۱۳ یې زېږنتون روغتونونه دي، چې له دوه میلیون څخه زیاتو ماشومانو او میندو روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

په دې پروژو کې بیوزلو او اړوخلکو ته نوي بنسټيز جوړښتونه او د روغتیايي پروګرامونو پراختیا، روزنیز، اقتصادي او فرهنګي پروګرامونه شامل دي. ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د خپلو نورو بشر پالو خدماتو تر څنګ په ۲۰۰۲ کال کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت جوړ کړ، چې په افغانستان کې د بیسیم مخابراتي او انټرنټي خدماتو لومړنی شرکت دی او وروسته یې د آریانا راډیو او ټلویزیون جوړ کړ. د ډېرو معلوماتو له پاره لاندې بریښنالیک سره په اړیکه کې شئ.  (info@bayatfoundation.org 2)
Links:
  1. http://www.bayatfoundation.org
  2. mailto:info@bayatfoundation.org
Post date: 2017-12-14 23:56:45
Post date GMT: 2017-12-14 19:26:45

Post modified date: 2017-12-18 23:57:29
Post modified date GMT: 2017-12-18 19:27:29

Export date: Sat Apr 20 8:10:53 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com