Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%db%90-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%85%d8%ac%d9%84%db%90-%da%9a%d8%a7%d8%ba%d9%84%db%8c-%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d8%ad%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%84-2/?lang=ps
Export date: Fri Apr 26 9:00:19 2024 / +0000 GMT

نړیوالې مالي مجلې ښاغلی ډاکتر احسان الله بیات د افغان بېسیم او آریانا ټلویزیوني شبکې رئیس، د ۲۰۱۷ کال د رسنیو او مخابراتو په برخه کې غوره اجرایي مشر ونوماوه


کابل، افغانستان ــ جنوری- 19، 2018 ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com)

د موبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د موبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمتونه وړاندې کوي.ډاکتر احسان الله بیات، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت، آریانا ټلویزیوني شبکې او بیات ګروپ مشر د نړیوالې مالي مجلې له لورې، په ۲۰۱۷ کال کې د رسنیو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرایي رئیس جایزه ترلاسه کړه.

IMG-20180118-WA0001



نړیواله مالي مجله (www.internationalfinance.com)  په نړیوالو مالي مارکیټونو کې د مالي پرمختګونو او غوره اجرایي مشرانو په هکله کره معلومات، شننې او خپله پوهه وړاندې کوي.

اوس نړیوالې مالي مجلې ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د آریانا ټلویزیوني شبکې او افغان بېسیم مخابراتي شرکت موسس او اجرایي مشر ته د دې بنسټ لورې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه د دوبۍ په جومیره ټاور کې یاده ډالۍ ورکړل شوه.

د نړیوالې مالي مجلې له لوري د رسنیو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر دا ډول ډالۍ هغو نړیوالو سوداګرو ته ورکول کیږي، چې توانیدلی وي خپل بنسټ ته یې په سمه توګه پراختیا او نوښتونه ورکړي وي.

” کله مو چې په لومړي ځل افغان بېسیم مخابراتي شرکت جوړ کړ، افغانستان په هغه وخت کې له بهر څخه افغانستان ته د اړیکو یا زنګ وهلو کوم کوډ نه درلود، سیم لرونکي ټلیفوني خدمتونو شتون نه درلود او خلک مجبور وه، چې بهر ته د زنګ وهلو له پاره باید پاکستان ته تللي وای، خو نن ورځ، افغان بېسیم د 4G LTE خدمتونه، غږیز راڼه خدمتونه، انټرنټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو پېرودونکو ته وړاندې کوي.“ دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او د بیات ګروپ مشر وکړه.

دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بیسیم مخابراتي شرکت موسس وکړه ” نن د افغان بېسیم مخابراتي شرکت یو پېرودونکی کولای شي چې د نړۍ هر ځای ته زنګ ووهي، کولای شي په ۱۲۵ هېوادونو کې له رومینګ خدمتونو څخه کار واخلي، د موبایل له لارې پیسې ورکړي او د دې ترڅنګ کولای شي چې په ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون ورزشي خپرونې وویني.“

نوموړی وایي: ” په افغانستان کې زمونږ شپاړس کلن سفر له ننګونو او ډېرو بریاوو سره مل وه. دا د پرمختګ لاره وه او غوښتل مو چې افغانانو سره په ګډه خپل دې مزل ته ورسیږو.“

ښاغلي بیات زیاته کړه: ” د نړیوالې مالي مجلې له لوري د رسنیو او مخابراتي غوره اجرایي مشر په توګه زما ټاکنه د افغان بېسیم، د ټیلیفون نړیوال سیسټمونو او بیات ګروپ د پرمختګونو پېژندلو په معنی ده، خو تر ټولو مهمه دا ده چې دا ډالۍ د افغانستان د پرمختګ ښه بیلګه ده.“

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه میلیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي پېرودونکو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G  لوړ غږ، انټرنټ او موبایل بانکي خدمتونه وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 
Post date: 2018-01-19 19:52:06
Post date GMT: 2018-01-19 15:22:06

Post modified date: 2018-01-23 19:53:56
Post modified date GMT: 2018-01-23 15:23:56

Export date: Fri Apr 26 9:00:19 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com