Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%db%90-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%85%d8%ac%d9%84%db%90-%da%9a%d8%a7%d8%ba%d9%84%db%8c-%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d8%ad%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%84/?lang=ps
Export date: Thu Apr 25 16:17:26 2024 / +0000 GMT

نړیوالې مالي مجلې ښاغلی ډاکتر احسان الله بیات، د افغان بېسیم او آریانا ټلویزیوني شبکې رئیس، د ۲۰۱۷ کال د رسنیو او مخابراتو په برخه کې غوره اجرایي مشر ونوموه


ښاغلي بیات په وروستیو کې په نړیواله کچه د یوه بشر دوست، د افغان مخابراتي برخې بنسټ ایښودونکي او په مخابراتي برخه کې د ټکنالوژۍ نوښتونو ته ژمن شخصیت غوره جایزه ترلاسه کړه

کابل، افغانستان ــ سېپټمبر ۱۰، ۲۰۱۷ ــ  افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com 3 1)

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.ډاکتر احسان الله بیات، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت، آریانا ټلویزیوني شبکې او بیات ګروپ مشر د نړیوالې مالي مجلې له لوري په ۲۰۱۷ کال کې د رسنیو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرایي رئیس جایزه ترلاسه کړه.

نړیواله مالي مجله (www.internationalfinance.com) 2 چې په ۱۸۵ هېوادونو کې خپریږي، په نړیوالو مالي مارکیټونو کې د مالي پرمختګونو او غوره اجرایي مشرانو په هکله کره معلومات، شننې او خپل دید وړاندې کوي. اوس نړیوالې مالي مجلې ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د آریانا ټلویزیوني شبکې او افغان بېسیم مخابراتي شرکت موسس او اجرایي مشر ته چې ۲۵،۰۰۰،۰۰۰ میلیون افغانانو ته د ډالیو ګټلو پروګرام په وړاندې کولو سره یې د دې مجلې معتبره جایزه ورکړه.

د ډاکتر احسان الله بیات د مستقیمه هلو ځلو په پایله او د یو افغاني مخابراتي شرکت په جوړولو سره ترڅو افغانان د نړۍ سره ونښلوي، هغه دې اقدام ته لاس په کار شو چې افغانستان کې تر ټولو ستر مخابراتي شرکت ‌افغان بېسیم جوړ کړي.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،G4 لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت خپلو ټولنیزو راکړه ورکوونکو ، پېرودونکو او ، استازو په درلودلو سره له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډېر افغانان په دنده ګمارلي دي.

د افغانستان بېسیم مخابراتي سیکټور ــ  هغه سکټور چې د ډاکتر احسان الله بیات او افغان بېسیم چې د افغانستان تر ټولو ستر او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې غوره شرکت دی. د افغانستان بېسیم مخابراتي سکټور نن د افغانستان د حکومت له ۲۵٪څخه زیات مالي عایدات جوړوي.

په ۲۰۱۷ کال کې افغان بېسیم  او آریانا ټلویزیوني شبکې په ټکنالوژیکي نوښتونو کې خپل دوامداره ژمنې څرګندې کړې. افغان بېسیم د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې خپل 4G خدمات چې په افغانستان کې د 4G LTE یواځېنۍ شبکه ده وړاندې کړل. همدا راز دې شرکت د مبایل له لارې د پیسو ورکړې او ارزښت لرونکي اضافي خدماتو ته په چټکه توګه پراختیا ورکړه.

د۲۰۱۷ کال په آګست میاشت کې آریانا ټلویزیوني شبکې خپل خدمات د انټرنټ له لارې چې د خدماتو نوې لړۍ وه په ژوندۍ بڼه ټولې خپرونې چې د آریانا له لارې خپریږي په لاره واچولې.

” زه ویاړ لرم چې د نړیوالې مالي مجلې له لوري په ۲۰۱۷ کال کې د مخابراتو او رسنیو په برخه کې د غوره اجرایي رئیس په توګه وټاکل شوم“ دا خبره ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات د افغان بیسیم مخابراتي شرکت موسس وکړه.

” بریالیتوب د ټیم د هڅو له امله ده، نو دا ډالۍ هم په افغان بېسیم، آریانا ټلویزیوني شبکې او بیات ګروپ کې د هر وګړي د صداقت، سخت زیار او همکارۍ په پایله کې ترلاسه او د هغوی ژمنو مونږ دې بریالیتوب ته رسولي یو.“

” مونږ ټول په افغان بېسیم، آریانا ټلویزیون او بیات ګروپ کې د دې ډالۍ ویار لرو چې افغانانو ته مو خدمت کړی دی.“دا خبره ډاکتر احسان الله بیات وکړه. ” مونږ ویار لرو چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت، آریانا ټلویزیوني شبکه او هر بل شرکت چې د بیات ګروپ له برخې وي د افغانانو له لوري افغانانو له پاره جوړ شوی دی. مونږ هیله مند یو چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړو او خپل د ولس اقتصادي کچې او پرمختګ ته د کلونو کلونو له پاره پراختیا ورکړو. “

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 3 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 5 4) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،G4 لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

د آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې په هکله:

آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه په ۲۰۰۵ کال کې د انجنیر احسان الله بیات د بیات ګروپ (www.bayat-group.com 5 4) عمومي مشر له لوري جوړه شوه. آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه او د آریانا راډیو ۹۳،۵ اف ام په افغانستان کې تر ټولو پراخه خصوصي نشراتي رسنۍ ده چې د افغانستان ۳۳ ولایتونو یې خپل پراخه خپرونو تر پوښښ لاندې راوستي دي او له ۲۰،۰۰۰،۰۰۰ میلیونو څخه ډیر کتونکي او اوریدونکي لري.

د آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې ډیری خپرونې پر ديني، معلوماتي، مسایلو او تفریحي پروګرامونو څرخیږي چې دا زمونږ د اصیلو افغاني فرهنګ ښکاروندی کوي، همدا راز نورو خپرونو لکه روزنیزې، روغتیايي، د ماشومانو خپرونه، ښځو ته اړوند خپرونه او نورو نړیوالو مسایلو په هکله موضوعاتو ته خپرونې ځانګړي کړي دي، مونږ ویار لرو چې خپلو کتونکو او اوریدونکو ته کره او پې پرې خبرونه وړاندې کوو.

آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه خپلو کتونو او اوریدونکو ته زمونږ د غوره کلتور، ملي او نړیوالو هنرونو اړوند مسایل د " دریچه ای به سوی فردای بهتر" خپرونې له لارې وړاندې کوي او افغان لیکوالانو، پروډیوسرانو، لوبغاړو ته یې ډیر فرصتونه برابر کړي دي.

بیات ګروپ ته اړوند شرکتونو سره ــ لکه د افغان بېسم مخابراتي شرکت او د بیات کورنۍ بنسټ ــ مونږ له ۶،۵۰۰ څخه ډېر افغانان د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګمارلي او هغوی ته مو به بیلابیلو برخو کې د روزنې امکانات چمتو کړي او ویاړو چې د آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه او د آریانا راډیو 93.5 په خپله د افغانانو له لوري جوړه شو چې نشرات او خدمات یې ټول افغانستان ته وړاندې کیږي.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.internationalfinance.com)
  3. http://www.afghan-wireless.com
  4. http://www.bayat-group.com
  5. http://www.bayat-group.com
Post date: 2017-09-10 07:58:07
Post date GMT: 2017-09-10 03:28:07

Post modified date: 2017-09-10 08:02:11
Post modified date GMT: 2017-09-10 03:32:11

Export date: Thu Apr 25 16:17:26 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com