Afghan Wireless
https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%8a%d8%b3%d9%8a%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%d8%a2%d9%8a%d9%81%d9%88%d9%86-x-%d9%85%d9%88/?lang=ps
Export date: Fri Apr 26 10:53:34 2024 / +0000 GMT

افغان بيسيم مخابراتي شرکت اوس آيفون X موبایلونه بازار ته وړاندې کوي


په افغانستان کې د اپل یواځینی جواز لرونکی شرکت؛ افغان بيسيم په خپلو رسمي پلورنځیو کې ۶۴ جي بي او ۲۵۶ جي بي آيفون X موبايلونه پلوري

کابل، افغانستان – د مې اتمه- 2018 – د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (َAWCC)( www.afghan-wireless.com 2 1).

د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت، د موبايل مخابراتي خدمتونو مؤسس او بنسټ اېښودونکی او د آیفون X یواځینی جواز لرونکی شرکت خپلو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې له دې وروسته کولای شي خپل د خوښې وړ پرمختللي او نوي آیفون موبایلونه په کابل ښار کې د افغان بېسیم له رسمي پلورنځیو څخه واخلي.

دا موبایلونه د اوبو، دوړو او زنګ ضد ځانګړتیاوو سربیره پرته له چارجر څخه هم چارجیږي، پرمختللې کمره او ۵.۸ انچ رڼه صفحه د دې موبایلونه نورې ځانګړتیاوې دي.

اپل آیفون اکس موبایلونه چې خورا پرمختللي او د ټلفوني اړیکو ښه وسایل دي، نن په افغانستان او ټوله نړۍ کې شته.

تاسو د افغان بېسیم په رسمي پلورنځیو کې اپل آیفون X ۶۴ جي بي او ۲۵۶ جي بي موبایلونه موندلی شئ.

هغه پېرودونکي چې د افغان بېسیم له رسمي پلورنځیو څخه، د آیفون اکس موبایلونه اخلي، هغوی به یو لړ اضافي ګټې هم ترلاسه کړي لکه؛ د راڼه غږ خدمتونه، د اوه  میاشتو له پاره وړیا پیغامونه او انټرنټ.

ښاغلي امين رامين؛ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رييس وویل: "په افغانستان کې د اپل آیفون X موبایلونو وړاندې کول، په صنعتي برخه کې د افغان بېسیم د ښه مشرتابه استازیتوب کوي ". نوموړي وویل: "افغان بېسیم ژمن دی چې خپلو پېرودونکو ته تر ټولو پرمختللي او نوې مخابراتي آسانتیاوې برابرې کړي چې هغوی په چټکه، مناسبه او آسانه توګه له ټولې نړۍ سره ونښلوي".

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، افغان بيسیم مخابراتي شرکت له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په ۲۰۰۲ ز. کال کې ؛ ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړه.
Links:
  1. http://www.afghan-wireless.com
  2. http://www.afghan-wireless.com
  3. http://www.bayat-group.com
Post date: 2018-05-08 01:44:33
Post date GMT: 2018-05-07 21:14:33

Post modified date: 2018-05-11 01:45:12
Post modified date GMT: 2018-05-10 21:15:12

Export date: Fri Apr 26 10:53:34 2024 / +0000 GMT
This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ]
Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com