Afghan Wireless Logo
Search

افغان بيسيم مخابراتي شرکت اوس آيفون X موبایلونه بازار ته وړاندې کوي

په افغانستان کې د اپل یواځینی جواز لرونکی شرکت؛ افغان بيسيم په خپلو رسمي پلورنځیو کې ۶۴ جي بي او ۲۵۶ جي بي آيفون X موبايلونه پلوري

کابل، افغانستان – د مې اتمه- 2018 – د افغان بيسيم مخابراتي شرکت (َAWCC)( www.afghan-wireless.com).

د هېواد لومړنی مخابراتي شرکت، د موبايل مخابراتي خدمتونو مؤسس او بنسټ اېښودونکی او د آیفون X یواځینی جواز لرونکی شرکت خپلو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې له دې وروسته کولای شي خپل د خوښې وړ پرمختللي او نوي آیفون موبایلونه په کابل ښار کې د افغان بېسیم له رسمي پلورنځیو څخه واخلي.

دا موبایلونه د اوبو، دوړو او زنګ ضد ځانګړتیاوو سربیره پرته له چارجر څخه هم چارجیږي، پرمختللې کمره او ۵.۸ انچ رڼه صفحه د دې موبایلونه نورې ځانګړتیاوې دي.

اپل آیفون اکس موبایلونه چې خورا پرمختللي او د ټلفوني اړیکو ښه وسایل دي، نن په افغانستان او ټوله نړۍ کې شته.

تاسو د افغان بېسیم په رسمي پلورنځیو کې اپل آیفون X ۶۴ جي بي او ۲۵۶ جي بي موبایلونه موندلی شئ.

هغه پېرودونکي چې د افغان بېسیم له رسمي پلورنځیو څخه، د آیفون اکس موبایلونه اخلي، هغوی به یو لړ اضافي ګټې هم ترلاسه کړي لکه؛ د راڼه غږ خدمتونه، د اوه  میاشتو له پاره وړیا پیغامونه او انټرنټ.

ښاغلي امين رامين؛ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت رييس وویل: “په افغانستان کې د اپل آیفون X موبایلونو وړاندې کول، په صنعتي برخه کې د افغان بېسیم د ښه مشرتابه استازیتوب کوي “. نوموړي وویل: “افغان بېسیم ژمن دی چې خپلو پېرودونکو ته تر ټولو پرمختللي او نوې مخابراتي آسانتیاوې برابرې کړي چې هغوی په چټکه، مناسبه او آسانه توګه له ټولې نړۍ سره ونښلوي”.

د افغان بېسیم په اړه:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو د مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی، افغان بيسیم مخابراتي شرکت له پنځه ميلیونو څخه ډېرو مشترکينو، سوداګرو او دولتي ګډونوالو ته، چې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 4G LTE, 3.75G+, 3G, 2.5G خدمتونه، غږيز خدمتونه، انټرنېټي او د موبایل له لارې بانکي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري او په ۲۰۰۲ ز. کال کې ؛ ښاغلي ډاکتر احسان الله بیات، د بیات ګروپ مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شوی. ښاغلي بیات په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې مالي مجلې له لورې د مطبوعاتو او مخابراتو په برخه کې د غوره اجرايي مشر ډالۍ ترلاسه کړه.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube