|
Afghan Wireless https://afghan-wireless.com/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%a8%db%90%d8%b3%db%8c%d9%85-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d8%b1%da%a9%d8%aa-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d8%af-4g-lte-%d8%ae%d8%af%d9%85%d8%a7%d8%aa/?lang=ps Export date: Sat Dec 13 22:25:29 2025 / +0000 GMT |
افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE خدمات د بغلان ولایت پلخمري، نوي بغلان او زاړه بغلان سیمو کې پیل کړل، اوس د افغان بېسیم 4G LTE شبکه د هېواد په کچه د پراختیا په حال کې دهکابل، افغانستان ــ نومبر 22، ۲۰۱۷ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) ، د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په بغلان ولایت کې دوه برابره کړ. بغلان ولایت ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE شبکې پراختیا د دې شرکت د توان ، پرمختګ او د هېواد په کچه د چټکو مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ښه بیلګه ده. افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4G LTE خدمات په لومړي ځل سره د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل کړل. همدا راز، افغان بېسیم په هېواد کې یواځېنی شرکت دی چې په چټکۍ سره وتوانید خپلو پېرودونکو ته د 4G LTE خدمات وړاندې کړي. ”بغلان ولایت کې د 4G LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او زمونږ شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هیواد په ګوټ ګوټ کې 4G LTE خدمات وړاندې کړي.“ دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه. ښاغلي رامین زیاته کړه: ”مونږ هیله لرو چې په بغلان ولایت او ډیر ژر د افغانستان په ګوټ ګوټ کې درنو مشتریانو ته تر ټولو راڼه غږ، چټک او پرمختللي 4G LTE بیسیم مخابراتي خدمات وړاندې کړو. “ د افغان بېسیم په هکله: افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com 2 1) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com 3) له خوا جوړ شو. افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي. دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري. |
Links:
|
|
Post date: 2017-11-22 22:04:39 Post date GMT: 2017-11-22 17:34:39 Post modified date: 2017-12-05 22:05:02 Post modified date GMT: 2017-12-05 17:35:02 |
|
Export date: Sat Dec 13 22:25:29 2025 / +0000 GMT This page was exported from Afghan Wireless [ https://afghan-wireless.com ] Export of Post and Page has been powered by [ Universal Post Manager ] plugin from www.ProfProjects.com |