Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE خدمات د بغلان ولایت پلخمري، نوي بغلان او زاړه بغلان سیمو کې پیل کړل، اوس د افغان بېسیم 4G LTE شبکه د هېواد په کچه د پراختیا په حال کې ده

کابل، افغانستان ــ نومبر 22، ۲۰۱۷

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) ، د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت، په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی، سوداګرو، مستهلکینو او ۵،۰۰۰،۰۰۰ پېرودونکو ته د غږ، معلوماتو او موبایل بانکي خدمات وړاندې کوي، افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل د 4G LTE شبکې ظرفیت نن په بغلان ولایت کې دوه برابره کړ.

بغلان ولایت ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د 4G LTE  شبکې پراختیا د دې شرکت د توان ، پرمختګ او د هېواد په کچه د چټکو مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ښه بیلګه ده.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپل 4G LTE خدمات په لومړي ځل سره د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې پیل کړل.

همدا راز، افغان بېسیم په هېواد کې یواځېنی شرکت دی چې په چټکۍ سره وتوانید خپلو پېرودونکو ته د 4G LTE خدمات وړاندې کړي.

”بغلان ولایت کې د 4G LTE شبکې پرانیستنه د دې شبکې د پېرودونکو د غوښتنو پشپړولو له پاره د افغان بیسیم د مثبتې ارادې یو ښه ځواب دی او زمونږ شرکت تل هڅه کوي چې خپلو پېرودونکو ته د هیواد په ګوټ ګوټ کې 4G LTE خدمات وړاندې کړي.“ دا خبره ښاغلي امین رامین د افغان بېسیم مشر وکړه.

ښاغلي رامین زیاته کړه: ”مونږ هیله لرو چې په بغلان ولایت او ډیر ژر د افغانستان په ګوټ ګوټ کې درنو مشتریانو ته تر ټولو راڼه غږ، چټک او پرمختللي 4G LTE بیسیم مخابراتي خدمات وړاندې کړو. “

د افغان بېسیم په هکله:

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

افغان بېسیم پنځه ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G  ،4G LTE لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube