Afghan Wireless Logo
څه شی دی؟

زما پیسې

د مبایل منی په هکله

 

د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  د “My Money” زما پیسې” تر عنوان لاندې په ټول افغانستان کې د پیسو د لېږد جواز لري. شرکت د مبایل مني بشپړه کړنلاره لري چې د ایکو سیسټم (په ټولنه کې د فاعله واحدونو جوړښت) څخه جوړه شوې لکه، شریکان، استازي، سوداګر او د خدمت وروستي کاروونکي.

د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC) خپلو ټولو درنو پېرودونکو ته د افغانستان بانک په هوکړې او ټولو نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره په بشپړه توګه مالي خدمتونه وړاندې کوي.

افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  په بشپړه توګه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت تابع چې په افغانستان کې د مبایل خدمتونو لومړنی شرکت دی چې په لومړي ځل سره یې د افغانستان ټول ولایتونه د GSM (جي اس ام) شبکې له لارې یو له بل سره ونښلول.

په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې افغان بېسیم پریکړه وکړه چې د افغانستان هغو خلکو ته چې بانکي آسانتیاوې نه لري، د مبایل مني خدمتونه چمتو کړي.  افغان بېسیم مبایل مني شرکت  (ABMMC) خپل سوداګریزجواز له آیسا او د مبایل مني خدمتونو جواز له د افغانستان بانک څخه ترلاسه کړي دي.

بانکي شریک

میوند بانک د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)، بانکي شریک دی. دواړه خواووې د دې کار له پاره بشپړ توافق لري. د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  غواړي چې ژر یو بل بانکي شریک هم ومومي.

خدمتونه

ABMMC   اوس د مبایل مني لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

  • د پیسو لېږد
  • د پیسو ترلاسه کول
  • د افغان بېسیم د کرېدت ډیرول
  • د توکو او خدمتونو له پاره د سوداګرو د پیسو ورکړه
  • معاش

د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  په پام کې لري چې ژر د برښنا بلونو د تحویلولو او په نړیوال کچه د پیسو د لېږد او اخیستلو خدمتونه چمتوکړي.

 

د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  لید او دنده

 

لید

په افغانستان کې تر ټولو لومړی خوندي ، رښتینی او د مبایل مني چټک خدمتونه وړاندې کوونکی.

رسالت

د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC) دنده لري چې په افغانستان کې هغو کسانو ته چې بانکي خدمتونو ته لاسرسی نلري د مبایل مني خدمتونه وړاندې کړي. همدا راز دا خدمتونه په افغانستان کې کورنیو ته د مالي خدمتونو د لاسرسي اجازه ورکوي او له بل لوري به دوی د خپلو پیسو د لېږد پر سیسټم باندې ډاډمن وي.

ABMMC  خپل د مبایل مني خدمتونه پرمختللي او پراخه کړي چې د ښارونو او بانډو افغانانو اړتیاوې پوره کړي. زمونږ موخه دا ده چې په افغانستان کې د مبایل له لارې د مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې لومړی وسو. زمونږ اوږد مهاله موخې دا دي چې په هېواد کې خپلو ګډون کوونکو ته د افغان بېسیم مبایل مني شرکت (ABMMC)  له لوري د مبایل له لارې غوره او په سمه توګه مالي خدمتونه وړاندې کړو.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube