Afghan Wireless Logo
زمونږ په هکله

د شرکت پېژندنه

افغان بيسيم، د بيسيم له لارې د افغانستان د نښلونې له پاره، په هېواد كې د ګرځنده ټلېفون د خدماتو لومړنى شركت دى.

دا شرکت په ۲۰۰۲ کې د ښاغلي احسان الله بیات په نوښت جوړ شو. ده غوښتل چې د افغانستان د خلکو له پاره یو افغاني شرکت ولري.

له اوږد ې جګړې او زور زياتي وروسته افغانستان ستره بيا رغونه په مخکې لرله چې پدې لړ كې مخابراتي سكتور په لومړي سر كې و. افغان بيسيم چې د نړيوال ټلېفون سيسټم شركت (TSI) لخوا جوړ او د پام وړ پرمختګ ور په برخه شو، ډیر لېواله و چې د خپل هېواد په دې بيارغونه كې تر ټولو فعاله ونډه واخلي. نن ورځ دا شركت د پرمختګ هغو پړاونو ته رسېدلى چې د خپل كار په پيل كې يې په په پام كې نیولې و.

افغان بيسيم ویاړي چې د هېواد ټول ولايتونه يې تر خپل مخابراتي پوښښ لاندې نیولي.

افغان بيسيم د يوه ژمن شرکت په توګه د بيات بنياد د خيريه ټولنې له لارې، چې د دې شركت لخوا تمويل كيږي، تل دا هڅه كړې چې خلكو ته بشرپاله ټولنېزې مرستې ورسوي.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube