Afghan Wireless Logo
زمونږ په هکله

ټولنیز مسؤلیت

افغان بېسیم د لومړني افغاني شرکت په توګه تر اوسه پورې افغانانو ته د اوږد مهاله ژمنې تر څنګ د ښه مسؤلیت او د ښه والي چارې په هرځای کې درلودلي دي.

په افغان بېسیم کې، مونږ په خپلو هغه دندو چې د خپل ټیم په وړاندې یې لرو پوهیږو او ترسره کړي مو دي، لکه پېرودونکي، برابرونکي، سیالۍ کوونکي او ټولنه. مونږ په خپل نوم باور لرو او هغه کسان چې مونږ سره راکړه ورکړه کوي پر هغوی هم ډاډ لرو. هغوی زمونږ له مهمو پانګو څخه دي. نو له دې له پاره چې مونږ دا نوم او باور وساتو مونږ په خپلو سوداګریزو فعالیتونو کې تر ټولو لوړ اخلاقي معیارونه په پام کې ونیسو.

زمونږ موسسه

۱.۱پېرودونکي

مونږ ډاډه یاستو چې پېرودونکو سره په راکړو ورکړو کې سپېڅلتوب د یوه بریالي سواګرۍ له پاره اړین شرط دی او دا کولای شي چې سودا ګریزې اړیکې دوامداره وساتي.

مونږ په یو ډیر او اغیزناک دفتر کې فعالیت او تل د خپلو پېرودونکو موخو باندې تمرکز کوو. زمونږ موخه دا ده  چې داسې مبایل او بروډبنډ خدمتونه وړاندې کړو چې بیه یې ښه پرله پسې رښتینی او مصؤن وي. مونږ د خپلو کارکوونکو په کړو وړو او د هغوی د مهارتونو په پراختیا پانګونه کوو چې د تکنالوژۍ ګټې خلکو ته وړاندې کړي دا به راتلونکي کې زمونږ فعالیتونو او مونږ خپلو درنو پېرودونکو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی د کار له پاره ارزښت لرونکو خدمتونو ته دوام ورکوو.

۱،۲ چاپېریال

افغان بېسیم پوهیږي چې کار یې د بل هر دفتر/شرکت په شان اغیز لري. مونږ هیله لرو چې د دې زیانونو اندازه کمه او د چاپېریال ساتنې ټول اصول په پام کې ونیسو.

زمونږ د فعالیتونه په جریان کې، هڅه کوو او داسې لارې لټوو  چې د انرژۍ ، اوبو او نورو طبیعي سرچینو د لږ لګښت له پاره ښه فرصوتونه پیدا کړو. همدا راز مونږ هڅه کوو چې کارول شوې او لرې اچول شوي توکي د امکان په صورت کې بیا استعمال کړو.

۲. زمونږ کارکوونکي

۲.۱ د پوتانسیال (قوت)  په هکله پوهېدنه

د افغان بېسیم ارزښتونه د یو لړ مهمو بنسټونو او کیفیتونو له مخې ټاکل کیږي. هر کارکوونکی هڅول کیږي  چې زمونږ د بریالیتوبونو یوه برخه ووسي.

  • تجربه
  • د کیفیت ډاډه کول او د نوښت پر مخ بیول
  • غوږ ونیسئ چې یو له بل څخه یو څه زده کړئ، د پرلپسې پرمختګ له پاره هڅه،
  • د مسؤلیت احساس کول ــ ژمن وسېدل
  • د پېرودونکو تمرکز
  • زمونږ لید شریک کړئ، زمونږ احساسات شریک کړئ
  • د پېرودونکو له پاره هڅه، ګټه او قناعت
  • زمونږ یو با اعتباره نړیوال شریک ووسئ
  • درناوی
  • د یوه ټیم په توګه فکر او عمل وکړئ
  • زمونږ د ګډې نړیوالې ټولنې د ارزښتونو په هکله خوشبینه وسئ
  • نتیجه ولیږئ او بریالیتوبه ولمانځئ

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغان بېسیم د کارکونکو د کاري ظرفیت وچتول خپلو درنو پېرودونکو ته ډیر ارزښت او د پرسونل د بالقوه وړتیاوو ډیرول زمونږ اهداف دي.

مونږ اوس د خپلو کارکوونکو له پرمختګ څخه په بیلابیلو لارو ملاتړ کوو. لکه د کارکوونکو د پرمختګ په اړه خبرې او د مسلکي پرمختګ پروګرامونه. دا زمونږ داستراتیژیکو اهدافو یوه برخه ده چې د خپل پرسونل د پوهې د لوړولو له پاره کار وکړو او په افغان بېسیم کې دخدماتو، تولیداتو، عملیاتو او نوښتونو پرمختیا او پراختیا وهڅوو.

۲.۲ شایسته سالاري

د سوداګریز شرکت  په توګه، د خلکو دودونو او سیمه ایزو غوښتنو ته درناوی کوو، د شرکت ښځینه او نارینه مامورین چې په بیلابیلو قومي، فرهنګي ډلو پورې اړه لري خپله پوهه او مهارت یو بل سره شریکوي چې پېرودونکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

۲.۳ روغتیا او مصؤنیت 

مونږ هیله لرو چې خپلو کارکوونکو، قراردایدانو او هغه کسانو ته چې دفترونو ته راځي د کار روغ او خوندي چاپېریال برابر کړو.. د شرکت هدف دا دی چې د هېواد ټول نافذه قوانینو ته پام وکړي او هغه مسایل چې د عامې روغتیا او مصؤنیت ادارو له لوري سپارښتنه شوې ومني. له بل لوري، مونږ له خپلو ټولو کارکوونکو سره د خپلو کړنلارو په هکله اړیکه نیولې چې په ګډه د یو روغ او خوندي چاپېریال درلودلو ته دوام ورکړو.

۳. د بنیاد بیات په هکله معلومات

۳.۱ د بیات بنیاد موخې

له ۲۰۰۶ زېږدیز کال څخه را په دیخوا، بنیاد بیات د افغانستان په بیا رغونه ، له اړو کورنیو او هغه افغانانو سره چې له طبعي خطرونو سره مخامخ وو په مرسته (جامې، خواړه، کمپلې، دارو درمل) یتیمانو ته پاملرنه، ښوونه او روزنه د ځوانانو ترمنځ سپورټي سالمې سیالۍ، د کونډو ښځو او ځوانانو له پاره د لاسي صنایع د پروګرامونو جوړولو کې ستره مرسته کړې ده، د بنسټ موخه دا ده چې افغانانو ته یوه ډیوه بله کړي چې تر څو ټول کسان له دې غوره فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخلي.

د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څخه یو شمېر خلک د بیات بنیاد  ددې پروګرامونو مرسته کوي. با اخلاصه مرسته کوونکو له لوري ملاتړ کیږي.

د هر پروګرام د کیفیت یقیني کولو له پاره، بنیاد بیات په دې لټه کې او ځواب ورکوونکی دی چې له سیمه ایزو ټولنو څخه د خپلو کارونو د بریالیتوب له پاره کار واخلي.

په افغانستان کې د بنیاد بیات مرستې ټولو اړو، بېځایه شویو، یتمیانو او بېوزلو کسانو ته، پرته له دې چې د هغوی عمر، جنسیت، نژاد او یا هم مذهب په پام کې ونیول شي، وړاندې کوي.

۳.۲ اړو کورنیو ته پاملرنه

له کورنیو سره مرسته او د ژمنیو مرستو پروګرامونه په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې پیل شول او تر اوسه دوام لري.

ددې پروګرام له لارې به، مرستندویان دا فرصت ترلاسه کړي چې د یوې کورنۍ د ملاتړ له پاره په میاشت کې ۵۰ ډالره مرسته وکړي. په ډیری حالاتو کې، د کورنیو مرسته یا تمویل په دې معنا دی چې هغه ماشومان چې خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو له پاره په سړکونه او واټونو کار کوي د زده کړې ته وزګار شي.

د هر کال په سړو میاشتو کې دې خلکو او نورو  هغو کسانو او افغان کورنیو ته چې په لرې ولایتونو کې اوسیږي، د بنیاد بیات ژمنۍ مرستې رسي چې په هغو کې خواړه، جامې، دارو درمل او کمپلې وي.

۳.۳ حامله میندو او نویو ماشومانو ته پاملرنه

په وروستیو کلونو کې، بنیاد بیات په اتو ولایتونو کې روغتیایي کلنیکونه او رغتونونه جوړ کړي چې پخوا میندو او ماشومانو روغتیایي آسانتیاوې نه درلودل. په په دې آسانتیاوو کې ۱۰ څخه  تر ۱۵۰ پورې بستریز روغتونونه چې په هغه کې سلګونو او زرګونو ښځو ته په وړیا توګه خدمت کیږي. هغه کیفیت لرونکو روغتیایي آسانتیاوې چې د بنیاد بیات له لوري د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وړاندې کیږي په افغانستان کې د زېږون پر مهال د امیندوارو میندو او نویو ماشومانو د مړینې کچه ټیټه کړي.

۳.۴ ښوونه او روزنه/ښوونځی

بیناد بیات د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ښوونځي او لیلې جوړ کړي، د ښوونځي وسایل یې چمتو کړي، مرستونونه یې جوړ کړي ، ښوونځیو او پوهنتونو نو ته یې کتابتونونه،  د لوبو ورزشي ستډیومونه جوړ کړي چې هلکان او نجونې وکولای شي په منظمه توګه او په خوندي چاپېریال کې ورزش وکړي تر څو ثابت کړي چې د درس په څنګ کې ورزش سیالۍ هم کولای شي.

بیات بنیاد د افغانستان له خلکو سره  د عامه پوهاوي لکه روغتیا ساتنه،  سم خواړه،  بشري حقوق، د مشرانو درناوی او داسې نورو کې هم مرسته کړې ده.

۳.۵ سپورټ

BF  د ګډ یا ټیمي کار د هڅولو له پاره د هېواد په ډیرو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو د منډې، د بایسکل ځغلونې سیالۍ جوړې کړې او لومړنی المپیکي مډال ګټونکي ته یې د زده کړو لار اواره کړه.

۳.۶ اوبه

په افغانستان کې ډير خلک اوس د بیات بنیاد د پاکو اوبو د څاګانو او بمبو له لارې  صحي اوبه لري.

۳.۷ بیړنۍ مرسته/ د ناورین په وړاندې غبرګون
بیات بنیاد په هېواد کې د سیلابونو او وارې له قربانیانو سره مرسته کړې او هغوی ته یې خواړه، جامې، درمل او نور اړین توکي ورسولي دي.

۳.۸ د ښځو د مالي مرستو ملاتړ
په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې بیات بنیاد د ښځو د مالي مرستو د ملاتړ په لړ کې، هرې ښځې ته د ۱۰۰۰۰ ډالرو د ورکولو له لارې هڅه پیل کړه چې ښځې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

  • بي پیس
  • ټولو سازمانونو له پاره عدالت
  • ښځې د ښځو له پاره

۳.۹ عامه/خصوصي شراکت

بیات بنیاد په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د بشر پالنې او رهبرۍ له پاره په واشنګټن ډي سي کې د افغان لومړني سمپوزیم کوربتوب وکړ، دې غونډه ته له امریکا، کاناډا او افغانستان ۱۲۵ ځوان رهبران راغلي وو. د بیات بنیاد تر مشرتابه لاندې، د افغان باوري شبکې پروژې وروسته خپل چارې پیل کړي چې لیګ فار هوپ او اېن سي فور شرکتونه یې ملاتړ کوي او موخه دا ده چې د افغانستان د خلکو له پاره بشرپاله مرستې او د ژوند د کیفیت رهبرۍ پرمختګ نوره هم وهڅوي.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube