Afghan Wireless Logo
انټرنېټ

هغو کسانو ته چې خپل مبایل کې مخکې پیسې ډېروي د رومینګ انترنټ خدماتو بیاځلي پوښتنې

۱ پوښتنه: د افغان بېسیم مخکې ادا کوونکو رومینګ انترنټي خدمات عبارت له څه دي؟

د مخکې ادا کوونکو رومینګ انترنټي خدمات د افغان بېسیم پېرودونکو له پاره نوي خدمات دي البته هغو کسانو ته چې له افغانستان څخه لاندې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي او کولای شي د افغان بېسیم سیمکارټ په کارولو سره له انترنټ څخه کار واخلي.

لاندیني جدول کې مناسبې تعرفې تشریح کیږي.

شمېره د رومینګ هېوادونه بیه
۱ جرمني ۱۰ کې بي په ۱۹ افغانۍ
۲ هندوستان ۱۰ کې بي په ۹ افغانۍ
۳ سعودي عربستان ۱۰ کې بي په ۱۴ افغانۍ
۴ تاجکستان ۱۰ کې بي په ۱۱ افغانۍ
۵ ترکیه ۱۰ کې بي په ۱۴ افغانۍ
۶ عربي متحده ایالات ۱۰ کې بي په ۱۳ افغانۍ
۷ انګلستان ۱۰ کې بي په ۱۴ افغانۍ
۸ امریکا متحده ایالات ۱۰ کې بي په ۱۵ افغانۍ
۹ ازبکستان ۱۰ کې بي په ۹ افغانۍ
۱۰ ایران ۱۰ کې بي په ۳ افغانۍ

 

۲ پوښتنه: څوک کولای شي د افغان بېسیم مخکې ادا کوونکو انترنټي خدمات وکاروي؟

د افغان بېسیم ټول هغه پېرودونکي چې په خپل مبایل کې مخکې پیسې ډېروي.

۳پوښتنه: آیا زه کولای شم خپله اوسنۍ ګېډۍ هم د رومینګ پر مهال وکاروم؟

نه، یواځې سټندره بیه (پیسې ورکړئ او ګټه پورته کړئ) د اجرا وړ دی.

۴ پوښتنه: زه کله کولای شم د افغان بېسیم مخکې ادا کوونکو انترنټي خدمات وکاروم؟

کله چې ته له افغانستان څخه بهر یادو لسو هېوادونو کې وسې کولای شې چې دا خدمات وکاروې.

۵ پوښتنه: څنګه کولای شم چې دې خدمت کې ګډون وکړم؟

پېرودونکي باید د فعالولو له پاره ۱۵۲ ته زنګ ووهي.

۶ پوښتنه: زه وروسته ادا کوونکی پېرودونکی یم آیا زه کولای شم دې خدمت ته لاسرسی پیدا کړم؟

نه، یواځې هغه پېرودونکي چې په خپل مبایل کې مخکې پیسې ډېروي کولای شي دې خدمت ته لاسرسی پیدا کړي.

۷ پوښتنه: آیا زه کولای شم دا خدمت په خپل موډېم کې وکاروم؟

هو، ته کولای شې.

۸ پوښتنه: آیا د مخکې ادا کوونکي انترنټي خدمات غږیز رومینګ خدمت خپل تر اغیزې لاندې راولي؟

نه.

۹ پوښتنه: آیا زه کولای شم په یو وخت کې غږیز او انترنټي رومینګ وکاروم؟

هو.

۱۰ پوښتنه: زه څنګه کولای شم چې د مخکې ادا کوونکو انترنټي خدمات غیرفعاله کړم؟

د پېرودونکو د خدماتو ټولې څانګې کولای شي د ۱۵۲ له لارې دا خدمات غیر فعاله کړي.

۱۱ پوښتنه: کله چې زه په خپل حساب کې پیسې ونلرم څه وکړم؟

ته کولای شې په آنلاین توګه د تحفه خدماتو له لارې په خپل حساب کې کریدټ ډېر کړې.

لاندې د ویب سایټ لینک دی.

https://etohfa.afghan-wireless.com/recharge/recharge.php

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube