Afghan Wireless Logo
شخصي

بریښنایي سیمکارټ

د افغان بېسیم بریښنایي (eSIM) سیمکارټ !

خپلې وسیلې لکه ځیرک مبایلونه، ټبلیټونه او ځیرک ساعتونه سره ونښلوئ.

بریښنایي سیمکارټ یو ډیجیټلي سیمکارټ دی چې په مبایل او نورو زیرکو وسیلو کې د جوړیدو پر مهال ځای پر ځای کیږي او کارونکي یې په آسانۍ سره کولی شي چې په یو مبایل یا وسیله کې څو شمیرې وکاروي.

د افغان بیسیم تر ټولو نږدې رسمي څانګې ته ورشئ، خپل اوسنی سیمکارټ په ډیجیټل سیمکارټ تبدیل او نوی ډیجیټل سیمکارټ وپیرئ.

بریښنایي سیمکارټ دواړو، د مخکې اداینې او وروسته اداینې انفرادي او شرکتي پیرودونکو لپاره موجود دی.

اوس د افغان بېسیم الکترونیکي سیمکارت (e-SIM) په ټول افغانستان کې د لاسرسي وړ دی

همدا نن خپل سیمکارټ د افغان بېسیم بریښنایي سیمکارټ ته واړوئ او ډیجیټلي اړیکې تجربه کړئ

د یو برنډ په توګه افغان بېسیم دا په ګوته کوي چې د خپلو پیرودونکو د تجروبو لوړول،  ډیجیټل کول او  همدا راز نوښت رامنځ ته کول یې لومړیتوب دی. د بریښنایي سیم کارټ وړاندې کول زمونږ ژمنتیا لا ډېره غښتلې کوي ترڅو ارزښت لرونکي خدمتونه خپلو اوسنیو او راتلونکو پیرودونکو ته وړاندې کړو.

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube