Afghan Wireless Logo
Search

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په جلال آباد کې د 3G چټک خدمات وړاندې کوي.

 

جلال آباد ښار کې په لومړي ځل تر ټولو چټکو انترنټي خدماتو، افغان بېسیم ته دا بریا ور په برخه کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټولو سترو ښارونو کې په نړیواله کچه بیسیم خدمات وړاندې کړي.

 

کابل، افغانستان ــ اکتوبر ۸، ۲۰۱۵ ــ افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC)

(www.afghan-wireless.com) ،

د مبایل لومړنی مخابراتي شرکت او په افغانستان کې د مبایل اړیکو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دا شرکت له ۴،۰۰۰،۰۰۰ څخه ډېرو سوداګرو او مستهلکینو او پېرودونکو ته د غږ او انترنټي خدمات وړاندې کوي. افغان بېسیم خپلو ګرانو پېرودونکو ته خبر ورکوي چې دې شرکت خپلې چټک 3G چټک انترنټي خدمات جلال آباد ته ورسول.

 

اوس په جلال آباد کې مستهلکین او سوداګر کولای شي چې له اتو خدماتو څخه یو په خپله خوښه وټاکي، د افغان بېسیم راڼه غږ خدماتو له لارې په طبیعي توګه خبرې وکړي، همدا راز د افغان بېسیم ګران پېرودونکي به وکولای شي د ښار په ګوټ ګوټ کې، پرته له کومې تخنکي ستونزې او د اړیکو پرېکېدو څخه خبرې وکړي، له بل پلوه ټول ښار زمونږ تر پوښښ لاندې دی.

همدا راز د افغان بېسیم پېرودونکي به وکولای شي چې ستر حجم لرونکي معلومات ترلاسه یا واستوي او یا د افغان بېسیم 3G چټک انترنټي خدماتو په کارولو سره هر څه ژر ډاونلوډ او یو له بل سره معلومات شریک کړي. افغان بېسیم د افغانستان تر ټولو پرمختللې، د ډاډ وړ او چټکه شبکه.

افغان بېسیم مخابراتي شرکت په جلال آباد کې د 3G خدماتو سیمه په چټکۍ پراخوي چې دا د افغان بېسیم له غوره او مثبتو کارونو څخه ګڼل کیږي. دې شرکت په نړیواله کچه د چټکو خدماتو په آسانتیاوو او د سېګنال لېږد سیسټمونو کې پانګونه کړې. افغان بیسیم د هېواد په کچه یواځنی مخابراتي شرکت دی چې خپلو ټولو 3G سایټونو کې د (Dual Carrier-HSPA+ or High Speed Packet Access Plus) نوې تکنالوژۍ کاروي. دا خــدمـــــــــــتونه د (Dual Carrier-HSUPA or High Speed Uplink Pocket Access) له لارې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د یوه مخابراتي سایټ په کچه تر (42Mbps) پورې د معلوماتو د لېږد چټکتیا برابروي او خپلو پېرودونکو ته د 3G انترنټ چټکه آسانتیا وړاندې کوي.

 

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت هغه ګران پېرودونکي چې د 3.75G خدماتو د کارولو په هکله معلومات غواړي باید پوښتنو ته ورشي:

http://afghan-wireless.com/internet-3g2g/3g-internet/3g-faqs/

 

په جلال آباد کې زمونږ د شبکې د چټکو خدماتو پراختیا په زرګونو پېرودونکو ته کاري فرصتونه چمتو کوي دوی به په نړیواله کچه مخابراتي خدمات ترلاسه کړي “

دا خبره, امین رامین, د افغان بېسیم مشر وکړه.

”د افغانستان په هر ستر ښار کې موږ خپلو موخو ترلاسه کولو او د 3G خدماتو له پاره ډېر پرمختګونه کړي. “

د افغان بېسیم په هکله:

 

افغان بېسیم مخابراتي شرکت (AWCC) (www.afghan-wireless.com) د افغانستان لومړنی بېسیم مخابراتي شرکت او د بېسیم مخابراتو مارکېټ بنسټ اېښودونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د بیات ګروپ مشر ښاغلي احسان الله بیات مشر (www.bayat-group.com) له خوا جوړ شو.

 

افغان بېسیم څلور ملیونو عادي خلکو، سوداګرو او دولتي مشتریانو ته چې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G،3.75G لوړ غږ، انترنټ او مبایل بانکي خدمات وړاندې کوي.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

 

HD VOICE apple certified superwifi 4.75G


twitter facebook linkedin instagram youtube